چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین وارداتي نړیوال نندارتون د انسانانو ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره اغېزمن ګام دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 8, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چین وارداتي نړیوال نندارتون د انسانانو ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره اغېزمن ګام دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین اتم وارداتي نړیوال نندارتون د نومبر په ۵مې نېټې په شانګهای ښار کې پرانيستل شو، چې تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ولري. په سږني نندارتون کې د ګډونوالو تصدیو عمومي شمېر او د نندارځيانو پراخوالي بیا نوي ریکارډونه جوړ کړي دي.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

افغان سوداګر صفي الله امینزي په دغه نندارتون کې پنځه ځلې برخه اخیستې او په سږني نندارتون کې يې هم افغان تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

نوموړي رسنيو ته ويلي، چې د افغانستان وچې مېوې او لاسي تولیداتو د همدغه نندارتون له لارې په چين کې شهرت موندلی او په خبره يې، په سږني نندارتون کې يې نور ځانګړي تولیدات پلور او نندارې ته وړاندې کړي دي.

د چین وارداتي نړیوال نندارتون په نړۍ کې يوازینی وارداتي نندارتون دی، چې د دولت له لوري ترسره کېږي او د نړۍ ګڼې تصدۍ پکې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.

په سږني نندارتون کې په لومړي ځل د لږ پرمختیايي هېوادونو د تولیداتو لپاره ځانګړی نندارځی برابر شوی، چې د يادو هېوادونو  ۱۶۳ تصديو پکې برخه اخیستې او دا شمېر د تېر کال د ورته شمېر په پرتله ۲۳ اعشاریه ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

چین یو میلیارډ او ۴ سوه ميلیونه نفوس او لوی بازار لري او د دې ترڅنګ د چینایانو د مصرف سویه هم مخ په لوړېدو ده، نو دغه نندارتون د پرمختيايي هېوادونو د تولیداتو لپاره ارزښتناک فرصتونه برابر کړي دي.

په دغه نندارتون کې د چیني مشتریانو د اړتیا وړ زرغون، روغتیايي او ځانګړي تولیدات د يادو هېوادونو له اکمالاتي ځنځیر سره پیوست شوي دي.

دغه نندارتون د افغانستان لپاره يو ښه سوداګریز فرصت دی او هم د دغه هېواد لپاره، چې خپل اقتصاد په نړيوال دوران کې راولي، يو پل دی.

افغانستان اوږدمهالې جګړې ځپلی او اوس په دې هڅه کې دي، چې خپل تولیدات،  جلغوزي، لاسي غالۍ، زعفران او لاجورد او نور ګرانبیه توکي نړيوال بازار ته ورسوي.

د افغانستان توکو د دې نندارتون له لارې چیني بازار ته لاره موندلې او دا به د دغه هېواد له اقتصاد سره ډېره مرسته وکړي، د ځايي وګړیو لپاره به یې د روزګار فرصتونه او د ټولنې د ثبات لپاره به يې اقتصادي رېښې برابرې کړي.

د یادولو ده، چین په دغه نندارتون کې د لږ پرمختیايي هېوادونو لپاره مالیات لغوه کړي، د نندارځيانو د جوړولو په برخه کې يې ورته یو لړ امتیازي تګلارې غوره کړي او په دغه نندارتون کې د يادو هېوادونو د تصدیو د ګډون لپاره يې لاره هواره کړې ده.

د چين دغه ګامونه نه یوازې يو اقتصادي او سوداګريز اقدام دی، بلکې د چین د کمونېست ګوند د شملې مرکزي کمېټې په څلورمې عمومي غونډې کې د وړاندې شوې موخې په چوکاټ کې (د چیني شکله عصري کېدو جریان کې د چیني ملت بیاسمسورتيا) او (د چین ځانګړتیا لرونکي سوسیالیزم منظمه بشپړتيا)، د نړیوال مدیریت سیسټم په اصلاحاتو کې د چین فعال ګډون او هم د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې په جوړونه کې د دغه هېواد اغېزمن تدبیر دی.

چین په داسې حال کې، چې په لوېديځو هېوادونو کې د ځاني سوداګرۍ ساتنې نظریې پیاوړې شوي، په ټینګ هوډ وارداتي چارې زیاتې کړي او په تېره بیا لږ پرمختیايي هېوادونو ته يې ډېر ګټور فرصتونه برابر کړي دي.

د چین د ورخلاصون تګلاره د نړۍ په کړکېچن وضعیت کې ډېره ارزښتناکه بلل کېږي.

د چین د پرمختګ نظریې د دې ښکارندويي کوي، چې په نړۍ کې اوس د زيرو- سم لوبه هيڅ ارزښت نه لري او ټول هېوادونه باید ګډ پرمختګ ومومي. دغه لاره ښايي ډېره اوږده وي، خو لوری یې روښانه دی.

که نړیواله ټولنه ګډ پرمختګ ومومي، نو د هېوادونو دایمي سمسورتیا او د انسانانو ګډ برخلیک ټولنه به رامنځته شي.

Previous Post

شي جين پينګ د کامرون منتخب ولسمشر پول بييا ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

Next Post

د ګرجستان صدراعظم ايراکلي کوباخيدزي له چين مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
د ګرجستان صدراعظم ايراکلي کوباخيدزي له چين مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه

د ګرجستان صدراعظم ايراکلي کوباخيدزي له چين مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

وانګ يي د عربي متحده اماراتو له مرستيال صدراعظم سره وکتل

وانګ يي د عربي متحده اماراتو له مرستيال صدراعظم سره وکتل

دسمبر 14, 2025
ناټو ټولې نړۍ ته لوی امنيتي ګواښ او سردرد ګرځېدلې

ناټو ټولې نړۍ ته لوی امنيتي ګواښ او سردرد ګرځېدلې

مې 3, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved