د کابل پولس وایي چې د لسمې امنیتي حوزې اړوند وزیراباد سیمه کې چسپکي ماین چاودنې درې تنه وژلي او لس نور یې ټپیان کړي دي. دا پېښه نن وروسته له غرمې په داسې حال کې رامنځته شوې چې یو سراچه موټر له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و. ویل کېږي چې مړي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي. د چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.












