چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

په خوست کې د وسله والو ډله ییز برید افغان ځواکونو او ملکيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 28, 2020
in افغانستان
0
په خوست کې د وسله والو ډله ییز برید افغان ځواکونو او ملکيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په هېواد کې د تازه نښتو او بریدونو په دوام، په خوست کې هم د ځانګړو پولیسو پر یوه قرارګاه ډله‌ییز برید وشو. خوست له نسبتاً امنو ولایتونو بلل کېږي، خو د تازه پيل شوي تاوتریخوالي لمن دغه ولایت ته هم ورسېده. لسو بریدګرو په یوه ځای د ځانګړو ځواکونو پر مرکز برید وکړ او نښتې نږدې لس ساعته دوام وکړ. په پایله کې یې ګڼو سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملي شورا غړي بیا دغه ډول بریدونه د سولې د پروسې د سبوتاژ هڅه بولي او ګڼو افغان چارواکو یاد برید غندلی هم دی.

پرون سهار شاوخوا شپږ بجې د خوست ښاریانو ورځ په درنه چاودنه پيل شوه. ځانمرګو بریدګرو د خوست ښار په څنډه کې د ځانګړو ځواکونو پر مرکز موټربم برید وکړ. تر هغه وروسته نور بریدګر دغه مرکز ته ننوتل او له افغان سرتېرو سره یې جګړه پيل کړه. د نښتې په جریان کې دوه نور موټربم بریدونه هم شوي دي. په لومړۍ چاودنه کې د معلوماتو له مخې، پنځه افغان سرتېري وژل شوي او تر ۲۵ پورې نور ټپیان شوي دي، خو په دوو نورو چاودنو کې تلفات نه دي اوښتي. له ځانمرګو بریدګرو سره د افغان سرتېرو په نښته کې هم تلفات اوښتي دي. په خوست کې د ځانګړو پولیسو د قطعې یو سرتېره وایي، چې چاودنې خورا درنې وې، خو د لویوالي هومره تلفات یې نه دي اړولي. د ده په خبره: ((ترهګرو درې موټربم بریدونه وکړل، خورا لوی بریدونه وو، خو تلفات یې هومره نه وو او په خپل پلان کې ناکام شوي)).

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د خوست ځايي چارواکي وایي چې له لسو بریدګرو سره نښتې پوره لس ساعته دوام وکړ او د ټولو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلې ده. د خوست د امنیې قوماندان غلام داوود تره خېل په سیمه کې تر عملیاتو وروسته خبریالانو ته ویلي چې افغان سرتېرو له بریدګرو سره کلکه مبارزه وکړه او تر لس ساعته نښتې وروسته دوی له پښو غورځول شوي دي. د ده په خبره: ((په پېښه کې د ځانګړې قطعې پنځه سرتېري وژل شوي دي او نهه ملکیان هم ټپیان دي)). تره خېل همدا راز وایي چې په پېښه کې پنځه ویشت سرتېري ټپیان شوي هم دي.

د برید مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې نه دی منلی، خو د خوست امنیت قوماندان یې د وسله والو طالبانو یا حقاني شبکې کار بولي. بلخوا د خوست والي صدیق پتمن بیا وایي چې وسله والو غوښتل افغان پوځ ته درانه تلفات واړوي، خو په خپله موخه کې نه دي بریالي شوي. د ده په خبره: ((دوی درې موټربمه راوستي وو، له بده مرغه یوه یې چاودنه کړې او دوه مو خنثی کړي دي)).

د خوست د عامې روغتیا ریاست وایي چې د پېښې له سیمې ۳۳ ټپیان او د دریو کسانو جسدونه ور وړل شوي دي. سرچینه وایي، چې وژل شوي افغان سرتېري دي، خو په ټپیانو کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي هم شته دي.

بلخوا د ملي مصالحې عالي شورا رییس په خوست کې د افغان ځواکونو پر دغه مرکز برید غندلی او هغه د سولې په لار کې د خنډ جوړولو په مانا بولي. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، د دې وخت دی چې روان تاوتریخوالي ته نور د پای ټکی کېښودل شي او له دغه ډول ظالمانه بریدونو ډډه وشي.

برید داسې مهال کېږي چې تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر د روان میلادي کال د ملکي تلفاتو ارقام هم خپاره کړي دي. یوناما وايي چې روان کال ۵۹۳۹ ملکي وګړو ته تلفات اوښتي چې له دې ډلې ۲۱۱۷ یې وژل شوي او ۳۸۲۲ یې ټپیان دي. یوناما هیله څرګنده کړې چې د سولې روان مذاکرات وکړی شي د ملکي تلفاتو کچه راټيټه کړي.

د سولې له خبرو سره هممهاله دغه ډول تاوتریخوالي او خونړیو بریدونو افغانانو ته اندېښنې پیدا کړې دي، چې هسې نه په افغانستان کې د جګړې یو نوی پړاو پيل شي. د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ نور ساپۍ وايي، دغه ډول بریدونه د سولې پروسې د سبوتاژ لپاره دي او باید نړیواله ټولنه دې هر څه ته متوجه وي او دلته دې د روانې جګړې په ختمولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

Tags: Top
Previous Post

خلیلزاد:د سیاسي جوړجاړي لپاره به دروازه تل پرانیستې نه وي

Next Post

دغه طبي بوټي د سرطان مخه نیسي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
دغه طبي بوټي د سرطان مخه نیسي

دغه طبي بوټي د سرطان مخه نیسي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د څوارلسم پنځه کلن پلان د لاسته راوړنو په رڼا کې د پنځلسم پلان پيل: د چين فرصتونو د نړۍ پاملرنه راجلب کړې

د څوارلسم پنځه کلن پلان د لاسته راوړنو په رڼا کې د پنځلسم پلان پيل: د چين فرصتونو د نړۍ پاملرنه راجلب کړې

اکتوبر 17, 2025

United Kingdom Roulette Payout

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved