د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مرستیالې او د بحرانونو د مدیریت برخې له مشرې شکو نودا سره په کتنه کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته د مرستو برابرولو او افغانستان کې د کډوالۍ پر دایمي حل لارو خبرې کړې دي. په دې کتنه کې اغلې شکو نودا د ا.ا له لوري د راستنېدونکو کډوالو لړۍ د مدیریت ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې ته افغانستان لومړیتوب لري او د افغان کډوالو د ستونزو دایمي حل لپاره کار کوي. ورته مهال مولوي عبدالکبیر په ګاونډیو هېوادونو کې د پاتې افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او زیاته کړې یې ده، چې ا.ا له کډوالو سره د لنډمهاله مرستو تر څنګ دوی ته د دایمي سرپناه برابرولو پلان لري او په دې برخه کې یې د نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.










