د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې پر ښکېلو لورو د جګړو د درولو غږ کړی دی. ددغه سازمان مشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې ښکېلې خواووې باید جګړو ته د پای ټکی کېږدي او د جګړو پر ځای دې د سولې لار خپله کړي. دغه سازمان همدا راز ویلي چې ښکېلې خواوې دې په ۲۰۱۸ز کال کې په مدینه منوره کې د اسلامي علماوو د نړیوال جوړ شوي کنفرانس پرېکړه لیک عملي کړي او په هغه اساس دې تاوتریخوالی ختم او د سولې هڅې چټکې کړي. د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی او ملکي مرګ ژوبله بوږنوونکې ده. په ورته وخت کې افغان حکومت بیا د اسلامي همکاریو د نړیوال سازمان له دې دریځ هرکلی کړی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې یاد سازمان تل په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده او د افغانان مرګ ژوبله یې غندلې ده، چې افغان حکومت یې ددريځ هرکلی کوي.
































