د راپورونو له مخې پرون د نيمروز د وريښمو پله له لارې ۳۴، د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۴، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۴۲۱ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۱۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. باختر خبري آژانس په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې ۵۷۷ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۶۹۷ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې هم وېشل شوې دي.
































