د امریکا د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې مشر، ادم سمېت وایي چې د روان ۲۰۲۰ زیږدیز کال تر پایه د دغه هېواد ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له افغانستان د خپلو ځواکونو وتلو لپاره هېڅ طرحه نه لري. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ټرمپ تر دې مخکې د روان کال تر پایه د امریکايي سرتېرو ایستلو باندې ټینګار کړی و. د سمېټ په وینا، سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت تراوسه کانګرس ته داسې کومه طرحه نه ده استولې چې ګنې امریکایي ځواکونه دې د روان کال ترپایه افغانستان پرېږدي، خو تمه ده چې امریکایي سرتېري کرار، کرار له افغانستان ووځي. نږدې یوه میاشت مخکې د امریکا ولسمشر ویلي وو، افغانستان کې پاتې کم شمېر سرتېري به هم افغانستان پرېږدي.
































