د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه نن درېیمې ورځې ته داخل شوه. د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزي وويل چې ګډو افغان ځواکونو د ولسوالۍ په بېلا بېلو برخو کې پوځي عملیات پیل کړي او ګڼ کلي يې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي. خو یوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې تېره شپه له شاه ولیکوټ ولسوالۍ سره په سرحد کې د شاتوري د پوليسو مرکز سقوط کړی او ۷ سرتیري وژل شوي دي. دغه راز سرچينې زیاته کړې چې د ولسوالۍ په پای ناوه سیمه کې هم شپږ تنه پوليس وژل شوي. وسله والو طالبانو د کندهار د تازه جګړو په اړه څه نه دي ویلي.
































