په کندهار کې د کډوالو چارو ریاست وايي، په ارغنداب ولسوالۍ کې د جګړې له کبله شااوخوا ۱۰۰ کورنۍ بې کوره شوي دي. د دې ادارې چارواکي وايي دا کورنۍ د کندهار ښار ته کډه شوي او په ناوړه وضیعت کې دي. د راپورونو له مخې په ارغنداب ولسوالۍ کې د سې شنبې په شپه د طالبانو له برید وروسته ولسوالۍ ته نږدې پراته ولسي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول. د کندهار د کډوالو چارو ریاست وايي، د دې کورنیو سروې یې پیل کړې او ښايي په نږدې وخت کې ورته مرستې ورسوي. دا اداره وايي په روان کال کې ۱۵۰۰ کورنۍ په کندهار کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
































