سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين او افغانستان له ۷۰ کلونو راهيسې پر ښه ګاونډيتوب او ملګرتيا ټينګار لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 2, 2026
in نړیوال خبرونه
0
چين او افغانستان له ۷۰ کلونو راهيسې پر ښه ګاونډيتوب او ملګرتيا ټينګار لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

۲۰۲۵م کال د چين او افغانستان ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د جوړېدو له ۷۰مې کليزې سره برابر و.

چين او افغانستان له ۷ لسیزو راهیسې د سیاسي متقابل باور، بشري مرستو او اقتصادي او سوداګریزو همکاريو په ګډونو ډېرو برخو کې دوامدار او ثابت پرمختګ موندلی دی. دا له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره د چین د دوستۍ، صميميت، متقابلو ګټو او ډیپلوماسۍ یوه روښانه برخه او د انسانانو د ګډې ټولنې د نظريې یوه ثابته بېلګه ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین او افغانستان ترمنځ ښې اړيکې اوږد تاريخ لري. چين د افغانستان ګاونډی دی او دغه هېواد له ګاونډيانو سره ښه ګاونډیتوب کوي او دوستۍ ته يې په درنه سترګه ګوري.

د چين او افغانستان ترمنځ ډيپلوماتيک تګ راتګ.

د چين سفارت او د افغانستان حکومت د دغه هېواد په بهرنيو چارو وزارت کې د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ په شلمه نېټه د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د نمانځنې فعاليت ترسره کړ.

د چين صدراعظم لي چيانګ او د افغانستان د حکومت رئيس الوزرا محمد حسن اخوند په همدې ورځ يو بل ته د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټینګېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه واستول، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او مساواتو پر بنسټ د همکاريو تاريخ ته يې پکې کتنه کړې ده.

د ۲۰۲۵م کال په مې او اګست کې د چين او افغانستان بهرنيو چارو وزيرانو په جلا جلا توګه يو د بل هېواد ته سفرونه وکړل .

د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۲۱مه نېټه په پلازمېنې بېجينګ کې د افغانستان له سرپرست بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره ولیدل

وزير وانګ يي د امير خان متقي له ياد سفر درې میاشتې وروسته د اګست په ۲۰مه نېټه له افغانستان څخه ليدنه وکړه او دا اول ځل و، چې په کابل کې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ ليدنه او د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ درې اړخیز مذاکرات ترسره شول.

وانګ يي په کابل کې د افغانستان د رئيس الوزرا محمد حسن اخوند او د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي په شمول له مهمو دولتي مشرانو سره ولیدل او د نظريو تبادلې يې ورسره وکړې.

سربيره پر دې، په ۲۰۲۵م کال کې د افغانستان د ډيپلوماتانو او خبري رسنيو په شمول ګڼ شمېر پلاويو چين ته سفرونه وکړل او د چين د پرمختګ په هکله يې ژور مالومات ترلاسه کړل.

چین له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو ملاتړ کړی او په نړیوالو څو اړخیزو ډګرونو کې يې د افغانستان لپاره غږ پورته کړی دی.

د چين کړنلاره د ځینو هیوادونو له یو اړخیزې لارې سره، چې فشارونو سره مله وي، بشپړ توپیر لري او د افغانانو د اساسي ګټو او د سیمې له اوږدمهاله ثبات سره سمون لري.

له افغانستان سره د چين بشري مرستې

افغانستان اوږدمهالې جګړې او طبيعي مصيبتونو ځپلی هېواد دی او چين تل ورسره مرستې کړې دي.

چين له اوږدې مودې راهيسې په افغانستان کې د زلزلو، سيلابونو په شمول طبيعي پېښو ته پاملرنه کوي او بې له شرط او قیده وسره مرستې کوي.

چين له ۲۰۲۱م کال راهيسې افغانستان سره د درې سوو ميليونو يوانو په ارزښت بشري مرستې کړي، چې پکې خوراکي توکي، درمل او ژمني توکي شامل دي.

د چين د سره صليب ټولنې د ۲۰۲۵م کال په فبرورۍ د افغانستان له سرې مياشتنې ټولنې سره همکاريز يادښت لاسليک کړی دی.

د ۲۰۲۵م کال د اګست په ۳۱مه نېټه د افغانستان د ختيځ کونړ ولايت په شمول ځينو سیمو کې د ريکتر په کچه ۶ اعشاريه ۰ درجې زلزله وشوه، چې له امله یې خلکو ته سخت ځاني او مالي زیانونه ورسیدل. له زلزله ځپلو سره د چین د حکومت د بېړنيو بشري مرستو لومړۍ او دويمه جوپه په وار سره کابل ته ولېږدول شوه، چې پکې د خیمو او فرشونو په شمول د ژوند اړين توکي شامل وو او د چین د هوايي ځواک د دوو یون–۲۰ نمبر الوتکو په وسیله کابل ته ولېږدول شوه.

د چين او افغانستان مخ په پراخېدو سوداګري

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۵م کال په جون کې د چين او منځنۍ اسيا په دويمه سرمشريزه غونډه کې وويل، چې افغانستان زمونږ نږدې ګاونډی دی، نو باید پياوړې همکارۍ او د پرمختګ توان د پياوړتيا لپاره ورسره مرسته وکړو، څو په دغه هېواد کې سوله او ثبات رامنځته او بيا رغونه يې چټکه شي.

د چين حکومت له ۲۰۲۴م کال راهیسې له افغانستان څخه پر ټولو واردونکو محصولاتو د صفر تعرفې تګلاره غوره کړې او د افغانستان د ښه کيفيت محصولاتو د صادراتو هڅونه يې کړې ده.

په ۲۰۲۵م کال کې د چين بازار ته د افغانستان په شمول د بېلا بېلو هېوادونو د محصولاتو د معرفي کېدو ډول ډول نندارتونونه ترسره شوي دي. د چين د لوېديځ نندارتون، د چین – جنوبي اسیا نهم نندارتون او د چين اتم نړيوال وارداتي نندارتون په شمول د يو لړ نندارتونونو له لارې ګڼ شمېر افغان تجارانو د افغانستان ښه محصولات چيني بازار ته وړاندې کړي دي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په يو راپور کې ويلي، چې د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د افغانستان او چين ترمنځ سوداګريز حجم ۷۴۵ ميليونه ډالرو ته رسېدلی دی.

د چين او افغانستان ترمنځ مستقيم تګ راتګ هم ثابت روان دی. د ۲۰۲۵م کال د اپرېل په ۳۰مه نېټه له چين څخه ۱۰۰۰۰م معياري کنټينر د چين او افغانستان ترمنځ د چټک لاين پر لارې افغانستان ته ورسېد. 

په ۲۰۲۵م کال کې زياتو چيني شرکتونو د افغانستان د معدن په چارو کې پانګونې کړې دي. د افغانستان د میس عینک پروژه، چې مسوولیت يې یوه چیني شرکت ته ورکړل شوی، له سختو ستونزو وروسته د ۲۰۲۵ کال په پای کې په تدریجي ډول د استخراج پړاو ته داخله شوې ده. که دغه معدن ښه او معياري استخراج شي، نو اټکل کېږي چې په کال کې به لس ټنه میس ترې ترلاسه شي.

د چين او افغانستان ترمنځ همکارۍ د محصولاتو تجارت څخه د صنعت او ګډ ټرانسپورټ په شمول بېلا بېلو برخو ته غځېدلې دي.

چين او افغانستان د ډيپلوماتيکو اړيکو د جوړېدو ۷۰مه کليزه ولمانځله او راتلونکی ۲۰۲۶م کال کې به يې د اړيکو ۷۱مه کلیزه وي.

 د چين او افغانستان ترمنځ همکارۍ له ډېرو فرصتونو او هم ننګونو سره مخ دي، په دې هېله چې دواړه هېوادونه د ګډ برخليک د ستراتيژۍ په رڼا کې متقابل باور ټينګ کړي او په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ او اړيکې نورې هم وغوړوي.

Previous Post

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

Next Post

ګڼ شمېر هېوادونو د یو چین پېژندنې پر اصل ټینګار کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
ګڼ شمېر هېوادونو د یو چین پېژندنې پر اصل ټینګار کړی

ګڼ شمېر هېوادونو د یو چین پېژندنې پر اصل ټینګار کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تر اوربند وروسته؛ په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ نښتې شوې دي

تر اوربند وروسته؛ په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ نښتې شوې دي

مې 16, 2021

Free Spins Bonuses Canada

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved