سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 8, 2026
in تبصرې
0
له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

افغانستان او پاکستان له لسیزو راهیسې د سوداګرۍ او ترانزیټ له لارې سره تړلي پاتې شوي دي، خو وروستیو کلونو وښوده چې دا تړاو تر ډېره د افغانستان په زیان او د پاکستان په ګټه تمامېده. کله چې پاکستان د سیاسي فشار، امنیتي پلمو او موسمي پریکړو له مخې سوداګریزې لارې وتړلې، په اسلام‌اباد کې دا انګېرنه وه چې افغانستان به سخت اقتصادي زیان وويني، بازارونه به یې فلج شيؤ‌افغانۍ به بې ارزښته شي او حکومت به اړ شي چې د هر شرط منلو ته غاړه کېږدي. خو د وخت تېرېدو وښوده چې دا محاسبه ناسمه وه. افغانستان ته پام وړ اقتصادي زیان ونه رسېد، خو پاکستان پخپله په میلیاردونو ډالرو تاواني شو.
د لارو بندښت افغانستان ته یو مهم اقتصادي عبرت و. دا تجربه هم ثابته شوه چې پر یوه ګاونډي هېواد بشپړ تکیه، په ځانګړي ډول هغه هېواد ته چې سوداګري د فشار د وسیلې په توګه کاروي، یوه ستره تېروتنه ده. همدغه بندښت افغانستان دې ته وهڅاوه چې بدیلې لارې ولټوي، پر ځان بسیا کېدو ته جدي پام وکړي او د اقتصادي خپلواکۍ عملي ګامونه واخلي. د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې شوې، له جنوبي او لوېدیځو لارو بدیل مسیرونه فعال شول، او داخلي تولید ته نسبي پاملرنه زیاته شوه. که څه هم دا بدلونونه اسانه نه وو، خو پایله یې دا وه چې افغانستان ورو ورو له هغه انحصاره ووت چې کلونه ورباندې تپل شوی و.
برعکس، پاکستان ته د لارو بندښت دروند زیان واړاوه. د کراچۍ بندر له لارې د افغانستان ترانزیټي سوداګرۍ دریدل، د پاکستان د ترانسپورتي شرکتونو زیان، د ګودامونو درېدلې سوداګرۍ، د صادراتو کمښت او د باور له منځه تلل هغه واقعیتونه دي چې د پاکستان اقتصاد یې سخت وځاپه. افغان سوداګرو نور د پخوا په څېر پر پاکستان تکیه ونه کړه، پانګه یې نورو مسیرونو ته واړوله او دا کار د پاکستان لپاره د اوږدمهاله عوایدو د له لاسه ورکولو مانا لري. همدا لامل دی چې نن پاکستان په وار وار د لارو د خلاصون غوښتنه کوي او هڅه کوي افغانستان بېرته پخواني وضعیت ته راوګرځوي.
خو افغانستان نور هغه پخوانی افغانستان نه دی. دا هېواد اوس پوه شوی چې اقتصادي خپلواکي یوازې یو شعار نه، بلکې د بقا شرط دی. د لارو بندښت وښوده چې که څه هم ستونزې رامنځته کېږي، خو حل لارې هم شته. افغانستان د دې تجربې په پایله کې دا درک کړه چې باید سوداګري د متقابل احترام، واضح اصولو او اوږدمهاله تضمینونو پر بنسټ تنظیم شي، نه د احساساتو او موسمي فشارونو له مخې.
همدا لامل دی چې نن افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري. دا ځل غوښتنې او شرایط عادي نه دي. افغانستان نه غواړي بېرته هغه حالت ته ستون شي چې هر وخت به د یوې دروازې په تړل کېدو یې اقتصاد یرغل کېده. که لارې خلاصیږي، باید په تدبر، ملي ګټو ته په پوره پام او د سختو شرایطو په چوکاټ کې وي. دا شرایط باید د سوداګرو د عزت، د مالونو د خوندیتوب، د بې‌ځایه ځنډونو د مخنیوي، د سیاسي فشار د نه کارولو او د دوامدارې سوداګرۍ تضمینونه ولري.
افغانستان اوس د دې موقف لري چې ووایي: موږ بیړه نه لرو. زموږ بازارونه تش نه شول، زموږ اقتصاد ړنګ نه شو، او زموږ خلک د فشار تر سیوري لاندې تسلیم نه شول. برعکس، دا بندښت زموږ د اقتصادي تفکر د بدلون پیل شو. موږ پوه شوو چې د خپل تولید پیاوړتیا، د بدیلو لارو فعالول او د سیمه‌ییزو همکاریو پراخول زموږ په ګټه دي. دا هغه درس دی چې افغانستان یې نور نه هېروي.
پاکستان که رښتیا هم غواړي سوداګریزې لارې بېرته پرانیستل شي، باید درک کړي چې پخوانۍ لوبه نور کار نه کوي. د فشار سیاست نور اغېزمن نه دی. افغانستان د برابر شریک په توګه تعامل غواړي، نه د تابع په توګه. که دا اصل ونه منل شي، افغانستان ته د انتظار ستونزه نشته. وخت دا ثابته کړه چې صبر او تدبر زموږ په ګټه تمام شو، او دا تګلاره به دوام لري.
په پای کې، د افغانستان دریځ روښانه دی: اقتصادي خپلواکي زموږ لومړیتوب دی. که له پاکستان سره سوداګریزې لارې پرانیستل کېږي، باید د متقابلو ګټو، روڼتیا او ثابتو اصولو پر بنسټ وي. دا ځل غوښتنې او شرایط عادي نه دي، ځکه اوس افغانستان د تجربې، عبرت او خپلواک فکر له مرحلې تېر شوی دی.

Previous Post

روان کال له هراته بهرنیو هیوادونو ته ۲۲ زره ټنه درملیز نباتات صادر شوي

Next Post

ایران له افغانستان سره په مېلک پوله کې یوه نوې ځمکنۍ لار پرانیستې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ایران له افغانستان سره په مېلک پوله کې یوه نوې ځمکنۍ لار پرانیستې

ایران له افغانستان سره په مېلک پوله کې یوه نوې ځمکنۍ لار پرانیستې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کرونا؛ په امریکا کې یې تر ۶۵ زرو ډېر کسان مړه کړي دي

کرونا؛ په امریکا کې یې تر ۶۵ زرو ډېر کسان مړه کړي دي

مې 2, 2020
هلمند کې د ریحان بوټي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې

هلمند کې د ریحان بوټي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې

اگست 26, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved