ګارډین ورځپاڼې ویلي، د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو بنسټونو له اسټرالیا څخه غوښتنه کړې ده چې باید په افغاستان کې د خپلو پوځیانو د جنګي جنایتونو او ناوړه چلند په اړه د ترسره شوې څېړنې پایلې اعلان کړي. دغو بنسټونو ویلي، اسټرالیایي پوځیانو افغانستان کې بې شمېره جنایتونه کړي دي او د دغه هېواد دفاع وزارت یې د بې پرې څېړنو ژمنه کړې وه چې پلټنې یې پای ته رسېدلي او پایلې یې باید هر څه ژر اعلان شي. د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې یو امریکایي پیلوټ ویلي وو چې اسټرالیایي سرتېرو وروسته تر هغه د هغو شپږ تنه افغانانو له ډلې یو یې وواژه چې ده ورته وویل الوتکه د شپږ کسانو لپاره ځای نه لري.
































