د هرات ولایت سیمهییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه چاودنې درې پولیس وژلي او د یو ولسي وګړي په ګډون یې دوه تنه نور ټپیان کړي دي. د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده ویلي، چې دا پېښه نن د هرات ښار د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په یوه ریکشا کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. هغه ویلي چې چاودنه ډېره زوروره وه او نږدې کورونه یې هم سخت زیانمن کړي دي. نوموړي د پېښې پړه پر طالبانو اچولې خو یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































