د ولسي جرګې یو شمېر غړي د سولې پر روان بهیر شک څرګندوي او په خبره یې د سولې اوسنۍ پروسه د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره سمه نه ده او په وینا یې دا د ډلو او ټپلو د شخصي ګټو جګړه ده. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل په افغانستان کې روانه جګړه د شخصي ګټو جګړه ده او ټولو ښکېلو لورو ته په کار ده چې نور دې د ولس د خوندیتوب او جګړو د ختمولو لپاره سوله وکړي. یو شمېر نور استازي بیا طالبان د جګړو د ډېرېدو لامل بولي. ددوی په خبره طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د زندانیانو له خوشي کېدو سره یې جګړه شدیده کړې ده. د ولسي جرګې غړي همدا راز وایي چې د سولې روانه پروسه د افغانانو او نړۍ د تېر ایستلو پروسه ده چې د امریکا له لوري پر مخ وړل کېږي. ددې تر څنګ د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي بیا وایي چې د ولسي جرګې غړي دې د سولې په اړه منفي څرګندونې نه کوي، د خلکو د یووالي لپاره دې کار وکړي، د ولس استازولي دې وکړي او په پوره قوت دې د خپلو خلکو له غوښتنې د سولې او اوربند په برخه کې دفاع وکړي.
































