د ولسمشر لومړي مرستیال د وظیفوي غفلت په تور د نیول شوو پولیس افسرانو د با عزته خوشي کولو امر کړی دی. امرالله صالح په تازه څرګندونو کې ویلي د کابل پوهنتون د برید په اړه ټول اړخونه نه دي څېړل شوي، دا نه ده ثابته شوې چې ستونزه چېرته وه، غفلت چا کړی دی نو په عجولانه توګه د دیارلسو پولیس افسرانو لرې کول د منلو وړ نه ده. کورنیو چارو وزارت تېره ورځ په کابل پوهنتون کې تر یوه برید وروسته د درېیمې امنیتي حوزې د مسوولینو په ګډون ۱۳ امنیتي چارواکي توقیف او له دندې ګوښه کړل، خو اوس یې امرالله صالح د باعزته خوشي کولو امر کړی دی. نوموړي دا هم ویلي چې ژر تر ژره به د دې قضیې په اړه د پلټنو پایلې له ولس سره شریک کړي او هېڅ به هم له خلکو او رسنیو پټ نه کړي.
































