چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

راه ابریشم د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 8, 2020
in پوهنتون
0
راه ابریشم د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

راه ابریشم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې له نن څخه دوه کاله وړاندې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ، په کابل ولایت کې د دوو متفاوتو پوهنځیو (عامې روغتیا او مخابراتي ټکنالوژۍ) په درلودلو سره فعالیت پیل کړ. د دې موسسې علمي مرستیال سید نبي سادات وایي، دوی د نورو خصوصي پوهنتونونو په پرتله متفاوت پوهنځي لري، چې له دې پوهنځیو څخه فارغ شویو محصلینو ته په ډېرې اسانۍ دنده پیدا کېږي او ان داسې چې ځینو ته یې له فراغت مخکې د دندې وړاندیز کېږي. دی وایي چې د کار مارکېټ او اړتیا ته په کتو یې دغه پوهنځي جوړ کړي دي.

سید نبي سادات وایي چې پوهنځي یې بیا په خپل چوکاټ کې بېلابېلې برخې لري، چې د ټولنې لپاره ګټورې دي. د بېلګې په توګه، په عامې روغتیا ډېپارټمنټ کې د ناروغیو پېژندې او عامه پوهاوي برخې لري، چې دواړې یې ډېرې مهمې او ګټورې دي. په دې پوهنځي کې محصلین د بېلابېلو ناروغیو په اړه معلومات حاصلوي او تر څنګ یې د عامه پوهاوي په ورکولو کې تجربې اخلي، چې دغه څه د یوې ټولنې لپاره خورا ضروري دي. د دې تر څنګ د واکسینو د ارزښت او واکسین کولو او درمل جوړولو په برخه کې هم محصلین روزي، چې دغه ډول کسانو ته نن سبا د کار په مارکېټ کې ډېره اړتیا لیدل کېږي. دی وایي، کڅه هم چې په دې برخه کې ډېر لږ کسان مراجعه کوي څو زده کړې وکړي، خو هغه کسان چې د دوی له موسسې څخه فارغېږي، کولای شي په ډېرې اسانۍ سره د ځان لپاره دنده پیدا کړي او تر څنګ یې خپلې ټولنې ته خدمت هم وکړي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

په راه ابریشم د لوړو زده کړو موسسه کې  اوسمهال ۲۷۰ محصلین پر زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې ۱۲۰ یې ښځینه دي. دا چې د لوړو زده کړو د دې موسسې تر اوسه پورې د فعالیت دومره موده نه کېږي، نو د ماسټرۍ کوم پروګرام هم نه لري. نبي سادات وایي، کله یې چې د پوهنځيو شمېر یو څه زیات شو او له موسسې څخه یې پوهنتون ته ارتقاع وکړه، نو له هغه وروسته به د ماسټرۍ په پروګرام هم فکر وکړي. سید نبي سادات وایي چې دوه کاله وروسته به ځینې پر کار پوه او تجربه لرونکي کسان فارغ او ټولنې ته به یې د خدمت په موخه وړاندې کړي.

راه ابریشم د لوړو زده کړو موسسه هر کال د ۲۰۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي. ښاغلی نبي سادات وایي، دا چې دوی نوی فعالیت پیل کړی دی، نو په کلني ډول یې د نویو  محصلینو  د جذب کچه هم دومره لوړه نه ده او دا چې سږ کال په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغي خپره شوه او افغانستان کې هم ور سره ښوونځي، پوهنتونونه او نور ښوونیز مرکزونه وتړل شول، نو تر اوسه پورې یې نوي محصلین نه دي جذب کړي. د نوموړي په خبره، لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته ځانګړی مهالوېش جوړ کړی دی، چې له مخې به یې خصوصي پوهنتونونه د کانکور ازموینه اخلي او نوي محصلین به جذبوي. د لوړو زده کړو دغه موسسه د تخفیف په برخه کې بېلابېلې کټه‌ګورۍ لري، چې له مخې یې محصلینو ته تخفیف ورکول کېږي. ښاغلی نبي سادات وایي، هڅه یې دا ده چې ټولو هغو محصلینو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي، چې نه شي کولای د اقتصادي ستونزو له امله لوړې زده کړې وکړي. د راه ابریشم د لوړو زده کړو موسسې ته د ورځې په دوو وختونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورځي.

راه ابریشم د لوړو زده کړو موسسې د خپلو محصلینو او استادانو لپاره د کتابتون امکانات هم برابر کړي دي چې محصلین او استادان یې کولای شي له دې کتابتون څخه ګټه واخلي او د خپلې خوښې کتابونه پکې مطالعه کړي. د لوړو زده کړو د دې موسسې علمي مرستیال وایي، چې دوی دوه ډوله کتابتون لري؛ یو یې فزیکي او بل هم ډیجیټالي کتابتون دی چې محصلین او استادان یې دواړو ته لاسرسی لري. پارکېنګ، ترانسپورټ، کمپیوټر لب او لابراتوار د راه ابریشم د لوړو زده کړو موسسې له امکاناتو څخه دي. د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د نظري زده کړو تر څنګ، محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه هم برابره شوې ده او په څنګ کې ور سره د محصلینو د وړتیاوو لوړولو او تجربې تر لاسه کولو لپاره وخت ناوخت ورکشاپونه او سمینارونه هم جوړېږي.

د لوړو زده کړو دغه موسسه په کور د ننه او بهر دواړو کې له دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې علمي اړیکې لري. سید نبي سادات وایي چې تر څنګ یې له هېواده بهر له دوو ترکي او یوه هندي پوهنتون سره د علمي اړیکو هوکړې هم لري او له تجربو یې ګټه اخلي.  په دغه موسسه کې د تدریس چارې د ځینو پر کارپوه او تجربه لرونکو استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري.

د راه ابریشم د لوړو زده کړو موسسې اداره له افغان دولت غواړي، چې د خصوصي پوهنتونونو په څېر بنسټونو ته د ځانګړې برېښنا د ورکړې زمینه برابره او دایمي ځایونه ورکړي، څو په ډاډه زړه پکې هغه ودانۍ جوړې او امکانات برابر کړي چې ورته اړتیا لري  او تر څنګ یې د مالیاتو په برخه کې ورته تخفیف ورکړي، ځکه په کومه کچه مالیه چې اوس له دې بنسټونو څخه اخیستل کېږي، ملاماتوونکې ده او نه شي کولی دغه بنسټونه پر خپلو پښو ودرېږي او خپلو خدماتو ته ادامه ورکړي.

د نویو پوهنځیو ایجادول، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول، د ماسټرۍ پروګرام پیلول، د سیمې او نړۍ په کچه موسسې ته پرمختګ ورکول، د کتابتون غني کول او محصلینو ته ټول هغه امکانات برابرول چې د لوړو زده کړو یوه موسسه یا پوهنتون یې باید ولري، دا ټول د راه ابریشم د لوړو زده کړو موسسې راتلونکي پلانونه دي.

حمیدالله حمیدي

Previous Post

کرنې وزارت: په هېواد کې پر ۲۸۰ زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

Next Post

وروستي بریدونه او د سولې پر خبرو یې غوړېدلی سیوری!

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
وروستي بریدونه او د سولې پر خبرو یې غوړېدلی سیوری!

وروستي بریدونه او د سولې پر خبرو یې غوړېدلی سیوری!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یوه ترکي شرکت د سرو زرو او مسو په کانونو پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

یوه ترکي شرکت د سرو زرو او مسو په کانونو پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

مارچ 14, 2024
امریکایي ديپلوماتان: په ناڅاپي توګه له افغانستان د سرتېرو ایستل ستره تېروتنه ده

امریکایي ديپلوماتان: په ناڅاپي توګه له افغانستان د سرتېرو ایستل ستره تېروتنه ده

مې 4, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved