چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د سولې فعالین: د حکومت او طالبانو اوسنی دريځ د سولې فرصت ضایع کولی شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 8, 2020
in افغانستان
0
د سولې فعالین: د حکومت او طالبانو اوسنی دريځ د سولې فرصت ضایع کولی شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

سره له دې چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل نږدې دوې میاشتې تېرېږي، خو په دې موده کې تر سولې پر جګړه ډېر تمرکز دی او دواړه لوري تر مذاکراتو جګړه ډېره کوي. له دې ټولو سره سره، طالبان او حکومت د یو بل پر ضد سخت تبلیغات کوي او هڅه کوي یو بل د خونړیو بریدونو او پېښو مسوول وبولي. د سولې د برخې فعالین بیا وایي چې د حکومت او طالبانو دا چاره به د افغان ملت لپاره د جګړې د ختمولو رامنځ ته شوی فرصت ضایع کړي او خونړۍ پېښې به دوام کوي. نړیوالې ادارې هم وایي چې په وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د بین الافغاني خبرو له پيل سره سم تمه دا وه چې په افغانستان کې به جګړې کمې شي او ژر تر ژره به یو دایمي اوربند رامنځ ته شي، خو هر څه برعکس شول، جګړې شدیدې شوې او د سولې خبرې خورا ټکنۍ مخ ته روانې دي. د سیګار د تازه راپور پر بنسټ، وسله والو طالبانو په وروستیو دریو میاشتو کې تاوتریخوالی ډېر کړی دی. دې ادارې په خپل یوه تازه راپور کې ادعا کړې چې طالبانو په وروستیو دریو میاشتو کې د دریو مخکینیو میاشتو په پرتله په تاوتریخوالي کې پنځوس سلنه ډېروالی راوستی دی. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ ښودلی و او په وینا یې، اوسنۍ کچه یې بوږنوونکې ده.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

یوازې دا نه دي، بلکې افغان حکومت او طالبان دواړه د دې پر ځای چې د سولې لپاره هڅې وکړي، د جګړې په تودولو بوخت دي او د یو بل پر ضد پراخ جنګي تبلیغات کوي. طالبان افغان حکومت د ملکي مرګ ژوبلې او هوايي بریدونو مسوول بولي، خو افغان حکومت بیا ټینګار کوي چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او پر ښارونو یې بریدونه پيل کړي دي. تر ټولو وروستۍ پېښه پر کابل پوهنتون برید و، چې طالبانو پکې لاس لرل رد کړل، خو افغان حکومت یې د دې ډلې کار بولي.

د سولې د برخې فعالین بیا دا هر څه د اندېښنې وړ بولي او غوښتنه کوي چې دواړې خواوې دې له نرمښت کار واخلي او له داسې څرګندونو او اقداماتو دې ډډه وکړي چې هغه د بهرنیانو په ګټه وي او جګړې شدیدې کړي. پخوانی طالب چارواکی او د سولې د برخې فعال سید اکبر اغا وايي، د مذاکراتو په ټکني کولو او جګړو په شدت کې د بهرنیانو لاس دی او دوی نه غواړي چې افغانان ژر سولې ته سره ورسېږي. د ده په خبره: «یو مسوولیت بهرنیانو ته راجع دی، چې دوی قصداً موږ داسې یوې مرحلې ته رسولي یو. دوی غواړي وښيي چې په افغانانو کې د سولې استعداد نشته، دوی پخپلو کې نه دي جوړ، نو ځکه جګړې اوږدې شوې)).

نوموړی همدا راز وایي، که حکومت او طالبان په خپلو دريځونو کې نرمښت ونه ښيي، د یو بل پر ضد داسې څرګندونې وکړي چې د سولې روانه پروسه تخریب کړي، نو ښايي افغانان د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت له لاسه ورکړي او لامل به یې هم د دواړو لورو اوسنی دريځ وي. هغه وايي: ((دواړه په دې وختو کې داسې څرګندونې کوي چې له سولې سره کومه مرسته نه شي کولی. یوازې دا پروسه به له خنډ سره مخ شي او داسې ښکاري چې فرصت د ضایع کېدو په حال کې دی)).

ځينې سیاسي جهتونه بیا وایي چې په حکومت کې د سولې اراده نشته ده، نو ځکه جګړې اوږدې دي او د سولې مذاکرات له خنډ سره مخ دي. د جمعیت اسلامي سرپرست صلاح الدین رباني په خپلو څرګندونو کې تور پورې کړی چې د افغان حکومت د ځينو چارواکو ګټې په جګړه کې دي، نو ځکه سوله له خنډونو سره مخ ده. هغه وايي: ((ځينو خو د دې وطن د ورانولو ماموریت اخیستی او د ځینو بیا ګټې په جګړه کې دي، ځکه نو په حکومت کې د سولې اراده نشته ده)).

د سولې د برخې فعال سید اکبر اغا بیا په دې باور دی چې طالبان او حکومت دې ملت ته د درېیمګړي په توګه مراجعه وکړي او د ملت له منځه دې هغو کسانو ته د سولې راوستو او منځګړي صلاحیت ورکړي چې خیرغوښتونکي وي او په هېڅ بهرني لوري پورې تړاو ونه لري.

Tags: Top
Previous Post

د پنجاب ځیره خواره ملا ته!

Next Post

کرنې وزارت: په هېواد کې پر ۲۸۰ زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کرنې وزارت: په هېواد کې پر ۲۸۰ زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

کرنې وزارت: په هېواد کې پر ۲۸۰ زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانستان له چین څخه د برېښنا  تولید برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

افغانستان له چین څخه د برېښنا تولید برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

جنوري 6, 2025
تېر کال له ۶۷ خیریه موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي

تېر کال له ۶۷ خیریه موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي

اگست 21, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved