چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

څنګه په کم خوب؛ خو پوره انرژۍ سره له خوبه راپاڅېږو؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 10, 2020
in روغتیا او ژوند
0
څنګه په کم خوب؛ خو پوره انرژۍ سره له خوبه راپاڅېږو؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ما د خپلو ازمېښتونو او نورو هغو کسانو د تجربو پر اساس چې له سهار وختي پاڅېدلو سره مینه لري، دا پایله اخیستې چې ډېری وخت هغومره چې موږ فکر کوو، هماغومره خوب ته اړتیا لرو. یا په بله وینا، کله چې له خوبه راپاڅېږو، ډېری وخت هغسې احساس نه لرو لکه څومره چې موږ خوب کړی وي، بلکې دا د هغه باور پر اساس منظم وي کوم چې موږ د خوب په اړه لرو او وایو چې موږ څومره خوب ته اړتیا لرو.

د بېلګې په ‌ډول، که داسې باور لری چې تاسې د ارام اوسېدو لپاره اته ساعته خوبه ته اړتیا لری، خو د شپې ۱۲:۰۰ بجې ویده کېږی او بیا سهار ۶:۰۰ بجې را پاڅېږی، په ډېر زیات احتمال سره ځان ته وايئ: «اه خدایه، نن شپه یوازې شپږ ساعته خوب کوم، خو زه اته ساعته خوب ته اړتیا لرم. پوهېږم چې سهار به خسته وم.» ښه، په همدې حالت کې کله مو چې ساعت زنګ ووهي او پوه شی چې د پاڅېدلو وخت دی، څه احساس کوی؟ لومړی څیز چې هغه وخت به یې تاسې په اړه احساس کوی، څه وي؟ هماغه د خسته‌ګۍ احساس چې له خوبه مخکې مو یې د ویده کېدو په وخت په اړه حس کړی و: «اه خدایه، نن شپه یوازې شپږ ساعته خوب کوم، خو زه اته ساعته خوب ته اړتیا لرم. پوهېږم چې سهار به خسته وم.»

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

دا مخکې له مخکې یوه تحقق شوې وړاندوېینه ده، که ځان ته ووایئ چې سهار به د خسته‌ګۍ احساس کوی، حتماً به تاسې همداسې احساس کوی. که دا باور لری چې تاسې د ارام اوسېدو لپاره اته ساعته خوب ته اړتیا لری، طبعاً له اته ساعته کم خوب به تاسې ته د ارامۍ احساس درنه کړي. څه فکر کوی، که مو دا باور بدل کړی، څه به درسره وشي؟

د ذهن او ټول وجود تر منځ یوه قوي اړیکه ده او موږ باوري یو چې زموږ د ژوند ټول مسوولیت زموږ پر غاړه دی او دا مسوولیت باید ومنو، له دې مسوولیتونو یو دا دی چې موږ باید هره ورځ په پوره انرژۍ له خوبه راپاڅېږو، پرته له دې چې دا په نظر کې ونیسو چې څو ساعته کار مو کړی دی.

ما د خوب بېلابېل وختونه (۴-۹ ساعته خوب) تجربه کړي دي، په دې ازمېښت کې مې بل بدلون منونکی عادت دا و چې په منظم او فعال ډول به مې د خوب بستر ته له تلو مخکې ځان ته ویل، چې سبا به څه احساس لرم. لومړیو کې مې هڅه کوله چې د هر خوب له مهالوېش (۴-۹ ساعته) مخکې به مې ځان ته ویل، چې زه پوره خوب نه شم کولای او سبا به د خسته‌ګۍ احساس کوم.

له څلور ساعته خوب کولو وروسته به مې هم د خسته‌ګۍ احساس کولو. له شپږ ساعته خوب کولو وروسته به بیا هم خسته وم. له اووه، اته او نهه ساعته خوب کولو وروسته به مې بیا هم ښه احساس نه لرو. دا احساس مې تر هغه وخته کاوه چې له خوب مخکې مې ځان ته هره شپه ویل چې سبا به ښه احساس نه لرم او سبا به هماغه پېښه راسره هم وشوه.

دویم ځل مې بیا هماغه د خوب انټروال (۴-۹) و ازمایه، خو دا ځل مې هره شپه له ویده کېدو مخکې ځان ته ویل چې سبا به د پوره انرژۍ او پياوړتیا احساس کوم او په دې احساس سره به له خوبه راپاڅېږم. ځان ته مې وویل: «خوشاله یم چې پنځه ساعته خوب کوم. پنځه ساعته خوب هماغه کاپي وخت دی چې زه ورته هر سهار د ارام احساس درلودو لپاره ضرورت لرم. زما وجود د معجزه لرونکو کارونو پر تر سره کولو قادر دی او د هماغه وړتیا د له منځه وړلو دلیل له پنځه ساعته زیات ارام خوب کول دي. زه باوري وم چې زه مې د خپل ژوند جوړوونکی یم او تصمیم نیسم چې هر سهار به په پوره انرژۍ او شوق سره له خوبه راپاڅېږم او خپله ورځ به همداسې په پوره انرژۍ سره پيل کړم او په همدې خاطر زه ډېر خوشاله وم.»

هغه څه چې زه دا وخت ورته متوجې شوم دا وو چې ما پرته له دې چې ووایم څو ساعته ۵،۶،۷،۸،۹ او یا که څلور ساعته خوب مې کړی وی، هره شپه به مې د ویده کېدو پر مهال ځان ته ویل چې همدومره خوب زما لپاره کاپي دی او سهار به په پوره انرژۍ له خوبه راپاڅېږم. دا وخت به له ما سره همداسې پېښه وهم شوه. په دې اړه یوازې زما پر خبرو باور مه کوئ. زه تاسې ته وایم چې تاسې خپله هم یو ځل دا کار و ازمویئ.

پر همدې اساس، رښتیا هم تاسې څو ساعته خوب ته اړتیا لری؟ تاسې خپله ځواب راکړئ.

د ژوند د هغه وخت په اړه مو فکر وکړئ چې هر سهار به په پوره مینې له خوبه راپاڅېدلی. ممکن دا وخت ستاسې د لومړي هوايي سفر، هغو رخصت ورځو چې له میاشتو میاشتو مو پلان ورته جوړ کړی او یا هم ممکن دا وخت ستاسې د لومړۍ دندې او یا هم ښوونځي پيل وي او یا هم ستاسې د واده مراسم او یا مو هم د کالیزې اخري جشن وي. زه خپله نه شم کولای چې په ټول عمر کې مې داسې وخت په یاد راوړم چې زه د په پوره مینې او انرژۍ سره له خوبه راپاڅېدلی وم. دا احساس مې یوازې هغه وخت کاوه کله چې زه ماشوم وم او سبا به اختر و.

د هغه موقعیت په اړه هم فکر وکړئ چې هغه درته هر سهار د وختي پاڅېدو انګېزه درکوي. تاسې به په هماغه موقعیتونو کې له خوبه د راپاڅېدو پر مهال څه احساس کوی؟ ایا مجبور به وی چې له خوبه راپاڅېږی؟ فکر نه کوم چې داسې به وي. زه په دې ورځو کې نه شم کولای چې داسې یوڅه ته په تمه و اوسم. په دې ورځو کې واقعاً زه هر سهار پوره انرژي لرونکی او یو ډول هیاجاني حس لرم. ډېر ژر د خوب له کټه پاڅېږم او پوره چمتو وم چې ورځ مې ښه پيل کړم. تصور وکړئ چې ستاسې د ژوند هره ورځ همداسې ده. ښه نه ده چې همداسې وي؟ همدا پېښه ستاسې په ژوند کې پېښېدلی شي.

سهار وختي پاڅېدل مو باید هدفمند وي، نه داسې چې تاسې ځانونه مجبور وګڼی؛ بلکې داسې چې واقعاً تاسې غواړی چې بیدار شی او دا چې تاسې پر ځانګړي کس د بدلېدو لپاره دې ته اړتیا لری، څو یو بې مثاله او له برکته ډک ژوند جوړ کړی. د سهار وختي پاڅېدو معجزې همدا کار همدا اوس په ټوله نړۍ کې ستاسې په څېر له زرګونو خلکو سره کوي.

که غواړئ چې هر سهار په پوره انرژۍ سره پاڅېږی، له ویده کېدو مخکې ځان ته د خوب کولو انټروال معلوم کړئ او سهار په وختي پاڅېدو ځان مجبور مه ګڼئ؛ بلکې ووایئ چې دا کار تاسې خپل ایډیال ته د رسېدو په خاطر کوی.

ژباړه: امان الله حنیفي

Previous Post

روسیه کې یو عسکر درې پوځیان وژلي دي

Next Post

د دوحې هوکړې ناڅرګند برخلیک؛ افغان حکومت یې له امریکا د بیا کتنې، خو طالبان یې د عملي کولو غوښتنه کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
د دوحې هوکړې ناڅرګند برخلیک؛  افغان حکومت یې له امریکا د بیا کتنې، خو طالبان یې د عملي کولو غوښتنه کوي

د دوحې هوکړې ناڅرګند برخلیک؛ افغان حکومت یې له امریکا د بیا کتنې، خو طالبان یې د عملي کولو غوښتنه کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایران په افغانستان کې د برېښنا برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

ایران په افغانستان کې د برېښنا برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

جون 17, 2022
په تېرو پنځو کلونو کې د چین د ټیټې ارتفاع تجهیزاتو د صنعت ارزښت اوسطه کلنۍ وده له ۱۰ سلنې څخه زیاته شوې

په تېرو پنځو کلونو کې د چین د ټیټې ارتفاع تجهیزاتو د صنعت ارزښت اوسطه کلنۍ وده له ۱۰ سلنې څخه زیاته شوې

جنوري 4, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved