په کابل ښار کې د بریدونو او چاودنو په دوام نن سهار هم د پولیسو پر یو رینجر ډوله موټر چاودنه شوې ده. د راپورونو له مخې نن سهار د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د لب جر سیمه کې پر یوه رنجر ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې چې له امله یې دوه پولیس وژل شوي دي. امنیتي سرچینې وایي په پېښه کې یو بل کس ټپي شوی هم دی. ددې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی. په کابل ښار کې په وروستیو اونیو کې نږدې هره ورځ دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږي چې ملکي یا نظامي کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي. دا پېښې داسې مهال کېږي چې د ولسمشر لومړی مرستیال له څو اونیو راهیسې د کابل ښار د امنیت مسوول ټاکل شوی دی او ژمنه یې کړې وه چې ددغه ښار امنیتي وضعیت به سموي.











