په ننګرهار کې د افغان پوځ د یوې چورلکې د لوېدو له امله دوه کسه وژل شوي دي. د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تېره شپه دوولس بجې د افغان پوځ یوه چورلکه د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې ده. د سرچینې په خبره ام آی ۱۷ چورلکه د پورته کېدو پر مهال لوېدلې ده او د پېښې په اړه لا ډېرې پلټنې روانې دي. ملي دفاع وزارت وایي چې په یاده پېښه کې دوه کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. تر دې وړاندې رسنیو ویلي وو چې په دغه سیمه کې دوه چورلکې لوېدلې دي او لس کسه پکې ټپیان شوي دي.












