ټرمپ له افغانستان د سرتېرو د ژر ایستلو لپاره په پنټاګون کې ګڼ تغیرات راوستي دي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا په دفاع وزارت کې د سرتېرو د ایستلو په اړه د نظر اختلاف و، خو اوس ټرمپ په رهبرۍ کې ګڼ تغیرات راوستي او داسې کسان یې مقرر کړي چې له افغانستان د سرتېرو د ژر ایستلو ملاتړي دي. په دې ډله کسانو کې یو متقاعد ډګروال ډوګلاس مک ګرېګور دی چې تازه د پنټاګون ارشد سلاکار ټاکل شوی دی. هغه له افغانستان د سرتېرو د ژر تر ژره ایستو پلوی دی او په دې تړاو یوه طرحه هم لري. د امریکا ددفاع وزارت ویاند هم دغه راپورونه تایید کړي چې له افغانستان د سرتېرو د ژر ایستلو لپاره ځینې نوي کسان په پنټاګون کې مقرر شوي دي او دوی به هڅه کوي چې د سرتېرو د ایستلو په اړه د ټرمپ کړې ژمنه عملي کړي.












