په کابل کې د سولې مشترکې جبهې په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي له غړو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. دغه بهیر چې مشري یې پوهاند ګل الرحمن قاضي کوي له طالبانو غواړي چې د سولې روان بهیر ته ادامه ورکړي. د سولې په تړاو مشترکې جبهې ویلي چې افغانان له جګړو ستړي دي او دواړه لوري په تېره له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او هڅه دې وکړي چې د سولې هڅې ژر یوې پایلې ته ورسېږي. د طالبانو له خوا ملا شهاب الدین دلاور بیا ویلي چې په افغان حکومت کې ځينې کړۍ د سولې د سبوتاژ هڅه کوي او دې کړیو ته باید ټول متوجه وي. دده په خبره طالبان غواړي چې د سولې پروسه یوې پایلې ته ورسېږي، خو ځینې کړۍ شته چې هڅه کوي دا بهیر زیانمن شي.
































