د ملي دفاع وزارت رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت اړوند ٢٠٩ الفتح قول اردو منسوبینو له لوري د هوایي ځواک پرمټ د فارياب ولايت لولاش ولسوالۍ اړوند سیمو کې په شدیدو واورو کې بند پاتې هېوادوال خوندي سیمو ته انتقال کړي دي. سرچینې ویلي، چې په دغو کسانو کې یو تن شهید شوی وو او یو تن ناروغ د بېړنۍ درملنې لپاره د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار روغتون ته انتقال شو. د خبر پاڼې له مخې هغه سړکونه چې د واورو له امله بند وو، د ٢٠٩ الفتح قول اردو د تخنیکي ټيمونو په ملتیا بیرته د خلکو د تګ را تګ پر مخ خلاص شوي دي.












