د پاکستان پوځ وایي د کشمیر پر پوله د هندي او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې چې پکې د هندي عسکرو په ډزو یو عام وګړی وژل شوی او درې تنه ټپيان شوي دي. پاکستاني عسکرو په دې نښته کې د هند پوځي پوستې په نښه کړي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ویلي. د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي، چې هندي عسکرو د کشمیر پر پوله د اوربند د تړون څخه په سرغړونې پاروونکې ډزې کړي دي چې پکې یو عام وګړی وژل شوی او د دوو میرمنو په ګډون درې تنه ژوبل شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات د هند لوړپوړی سفارتي چارواکی وربللی او د اوربند د تړون څخه په سرغړونه یې ورته احتجاج کړی دی.
































