چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د نومبر ۱۱مه او په چين کې انلاين سوداګرۍ فيسټيوال

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 13, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د نومبر ۱۱مه او په چين کې انلاين سوداګرۍ فيسټيوال
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

لیکواله: زرینه د چین میډیا ګروپ خبریاله

 د نومبر ۱۱مه يا (۱۱. ۱۱) يعنې د يوولسمې ميلادي مياشتې يوولسمه نېټه په چين کې د انلاين سوداګرۍ ډېر مشهور فيسټيوال دی چې چينايان هر کال په دې ورځ په انلاين ډول توکي اخلي. د پام وړ ټکی دادی چې په دې فيسټيوال کې شيان په ډېر تخفيف خرڅېږي او خلک له دې ورځې را رسېدو مخکې په خپلو ګرځنده ټيليفونونو کې نصب کړی شويو اپلېکشنونو له لارې د خپلې خوښې شيان په نښه کوي او د نومبر ۱۱مې نېټې له صفر بجو څخه د ۱۲مې نېټې تر صفر بجو يې اخلي. ګڼ شمېر مشهور انلاين پلور چيني شرکتونه خپلو مشتريانو ته پر چين سربېره د نړۍ له هر ګوټ څخه ددوی د خوښې شيان برابروي. په دې ورځو کې پر انلاين سوداګريزو دوکانونو سربېره د چين چټک پوست رسولو شرکتونه هم ډېر مصروف وي. ددې فيسټيوال بل په زړه پورې ټکی دادی چې چينايان سره له دې چې سودا په ټيټه بيه اخلي، دا ورځ د يوه عمومي امتحان معنا هم لري او هر څوک کولای شي چې په دې ورځ سودا اخيستلو کې خپله ځيرکتيا او پوهې کچه معلومه کړي، په دې معنا چې که څوک ډېر ځېرک وي نو په دې ورځ به ډېر ښه شيان په ټيټه بيه واخيستلای شي او برعکس که څوک ځيرک او چالاکه نه وي نو ښايي د شيانو په اخيستلو کې نيمګړتياوې ولري. په سږني فيستيوال کې چې څو ورځې وړاندې تېر شو، تر ۵ ميليونو زيات چيني او بهرنيو تصديو ګډون کړی و، تر ۲۵۰ زرو ډېرو چيني او بهرنيو تجارتي برانډونو مشتريانو ته تخفيفونه ورکړي او په بېلابېلو انلاين مارکيټونو کې يې تجارتي معاملو ارزښت ټولټال ۷۷۴ مليارډه او ۷۰۰ ميليونه يوانه ښودل شوی چې د دې فيسټيوال په تاريخ کې يې نوی رکارډ جوړ کړی دی. په چين کې ۱۱.۱۱ فيسټيوال تاريخچه: په چين کې ۱۱.۱۱ فيستيوال بنسټ علي بابا شرکت اېښی او ددغه شرکت له لوري د ۲۰۱۹ کال د نومبر په يوولسمه رامنځ ته شو او مشتريانو ته يې د شيانو تخفيف وړاندې کړ. له هغې وروسته د هرکال همدغه ورځ يعنې د نومبر يوولسمه په چين کې د ۱۱.۱۱ فيستيوال په نوم ياديږي او يوازې د علي بابا تر انلاين مارکيټ پورې محدود پاتې نشو، بلکې نور زيات انلاين شرکتونه او مارکيتونه هم په همدې ورځ مشتريانو ته ځانګړي تخفيفونه وړاندې کوي. په تېر ۲۰۰۹ کال کې د دغه فيستيوال په موده کې د سوداګريزې معاملې ارزښت له ۳۰ مليارډو ډالرو څخه زيات دی چې دغه شمېر د امريکا د بلاک فرايډۍ (Black Friday) په پرتله پنځه برابره زياتوالی ښودل شوی. سږ کال ددغه فيسټيوال نېټه کې بدلون هم راغلی او لړۍ يې د نومبر له لومړۍ نېټې پيل شوه، انلاين شرکتونو او مارکيټونو د نومبر له لومړۍ نېټې مشتريانو ته د تخفيف ورکولو لړۍ پيل کړه او ويې غوښتل چې دا فيستيوال وغځوي او د کرونا وبا له امله زيانمنې شوې سوداګرۍ دوباره اعاده کړي. سږنی ۱۱.۱۱فيستيوال نه يوازې د چين لپاره نه، بلکې د نړۍ لپاره هم د توکو اخيستلو ميله ده. د فيستيوال په موده کې د پلورل شوو مالونو لپاره تر ۴۰۰۰ باروړونکو الوتکو او بېړيو برخه اخيستې او کابو ۳ ميليون کار کوونکي ګمارل شوي دي. د فيستیوال له پيل وړاندې هغو فرانسوي تصديو چې په فيستيوال کې يې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي، د خپلو مالونو د خرڅلاو چارو د تامينولو لپاره يې د فرانسې په بورګنډي سيمه کې يې د لامبو د شپږ سوه معياري ستخرونو په اندازه سره شراب چمتو کړي. د يوراګوی تصديو زر ټنه شيدې ذخيرې کړې، يوې اسرائيلي تصدۍ ۲۴ ساعته د سينګار او بدني ښکلا الې توليد کړې. د واشينګټن پوست په راپور کې ليکل شوي چې سږنی ۱۱.۱۱ فيستيوال د پخوا په پرتله توپير لري، ځکه د نړۍ تصديو د چين سږني فيسټيوال څخه د ګټو ترلاسه کولو هيله ښودلې. ژوندۍ خپرونې د سږني ۱۱.۱۱فيستيوال په موده کې د توکو پلورلو لپاره يوه اغېزمنه طريقه ده. تصدۍ په انلاين مارکيټونو يا خواله رسنيو کې په ژوندۍ بڼه خپرونې جوړوي او وياندان يې مشتريانو ته د توليداتو په اړه معلومات وړاندې کوي او د مشتريانو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي. د يادونې وړ ده چې دغه ژوندۍ خپرونې په حقيقت کې اعلانونه دي او په ژوندۍ بڼه نه يوازې مسلکي وياندانو، بلکې مشهورو فلمي ستورو، سندرغاړو او ورزش ستورو له خوا، عام خلک ان بزګر هم چې د اعلانونو وړتيا لري او مشتريان جلبولای شي، په دې خپرونو کې ګمارل کېږي. د سږني ۱۱.۱۱فيستيوال په موده کې د سوداګريزو معاملو غټ ارزښت د چين د برېښنايي سوداګرۍ چټک پرمختګ منعکسوي او د انټرنېټ ترويج، د مالونو د ليږدولو لپاره پرمختللی پوست رسولو سيستم او لوی بازار د دغه هېواد د برېښنايي سوداګرۍ د چټک پرمختګ عمده لامل ښودل شوی کوم چې د دغه هېواد د اقتصادي او ټولنيزې ودې د ديارلسم پنځه کلن پلان د برياليتوب نښه هم بلل کيږي. چين چې يو مليارډ او ۴۰۰ ميليونه نفوس لري، د نړۍ تر ټولو لوی بازار بلل کيږي او اټکل کيږي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به دغه هېواد له نورو هېوادونو څخه تر ۲۲۰۰۰ ميليارډو یوانو څخه زیات لرزښت لرونکي توکي وارد کړي. په داسې حال کې چې په نړۍ کې ډېر هېوادونه لاهم د کرونا وبا د نوې څپې د مخنيوي په هڅه کې دي او دغه وضعيت پر اقتصادي او سوداګريزو چارو هم منفي اغيزه کړې، خو چين دغه وبا ښه کنټرول کړې او خپله اقتصادي وده يې پخواني حالت ته رسولې ده او د چين دې وړتيا د نړۍ لپار هم هيله برابره کړې.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

Previous Post

هېواد کې د کرونا وبا ۱۷۴ تازه پېښې ثبت شوې دي

Next Post

د پاکستاني او هندي ځواکونو تر منځ نښته شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د پاکستاني او هندي ځواکونو تر منځ نښته شوې

د پاکستاني او هندي ځواکونو تر منځ نښته شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

م.م افغانستان کې د ۸۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پیلوي

م.م افغانستان کې د ۸۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پیلوي

سپتمبر 10, 2022
افغان کارپوه: امريکا د بشري حقونو او عدالت تر ټولو ستره ويجاړونکې ده

افغان کارپوه: امريکا د بشري حقونو او عدالت تر ټولو ستره ويجاړونکې ده

مارچ 7, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved