د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي. د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ مرستيال وياند لال اميري وايي چې تېره شپه د مرکز ښرنې په پي ار ټي سيمه کې کرولا او لارۍ موټرو ټکر کړى دى. هغه وايي چې په دې پېښه کې څلور کسان مړه شوي او درې نور سخت ټپيان دي. د سیمې خلک وايي، د لارۍ چلوونکى تتښتېدلى او د پېښې قربانيان د ښرنې په ملکي روغتون کې دي. بل لور ته د ښرنې ملکي روغتون مسوولين وايي چې له يادې پېښې څلور جسدونه او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.
































