چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

د حکیم ناصر خسرو بلخي د صحي علومو انستيتیوت

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 15, 2020
in پوهنتون
0
د حکیم ناصر خسرو بلخي د صحي علومو انستيتیوت
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

کله چې خصوصي سکتور د افغانستان له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ د لوړو زده کړو په برخه کې پانګونه وکړه، نو ډېری هغو کسانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره شوه چې دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته یې لار نه شوای موندلی، پخوا د بېلا بېلو ستونزو له کبله له زده کړو پاتې وو او یا یې هم غوښتل د خپل کاروبار تر څنګ لوړې زده کړې  وکړي یا هم نور پوهنځي ولولي. دا په افغانستان کې یوه نوې تجربه ده، نو کېدای شي ځینې ستونزې ور سره ملې وي؛ خو ډېر داسې خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې شته چې په خورا لوړه کچه محصلین روزي او ښه امکانات لري. لوړو زده کړو وزارت ته پکار ده چې په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو باندې خپل څار زیات کړي، څو یې کیفیت نور هم لوړ شي. په نوره نړۍ کې تر دولتي پوهنتونونو خصوصي هغو ته ډېر ارزښت ورکول کېږي، ځکه که په نړیواله کچه د پوهنتونونو درجه بندي یا رېنکېنګ وکتل شي، نو خصوصي پوهنتونونه یې په سر کې راځي. دا ځکه چې په خصوصي پوهنتونونو کې محصلینو ته د پیسو په بدل کې زده کړې ور کول کېږي، نو هڅه کوي څو ټول هغه امکانات ورته برابر کړي، چې یو پوهنتون یا د لوړو زده کړو موسسه او یا هم انستېتیوت یې باید ولري او خپل ارزښت ورځ تر بلې لوړ کړي. د لوړو زده کړو له موسسو پرته د نیمه لوړو زده کړو انستېتیوتونه هم د پام وړ دي، چې ځینې یې په پوهنې وزارت، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ او ځینې یې هم بیا په روغتیا وزارت پورې اړوندېږي. په ځانګړې توګه اوس د هغو انستېتیوتونو شمېر ډېر شوی چې د روغتیا وزارت اړوندېږي او په طبي برخه کې کار کوي. دغه انستېتیوتونه د قابلګۍ، نرسنګ، فارمسۍ، ستوماتولوژۍ، انستیزۍ، رادیولوژۍ، فزیوتراپۍ او طبي تکنالوژۍ او نورو برخو کې کسان روزي. په یادو برخو کې مسلکي کسانو ته نن سبا ډېره اړتیا لیدل کېږي، خو په دې شرط چې ښه روزل شوي وي او په خپل مسلک کې کافي تجربه ولري. که څه هم د هېواد د ځینو ولایتونو په مرکزونو کې د دغه ډول انستېتیوتونو د فعالیت امکانات شته او تر ډېره هغه کسان چې له دې انستېتیوتونو فارغېږي، بېرته د اړوندو ولایتونو په مرکزونو کې کار کوي، په داسې حال کې چې په کلیو او بانډو او لرې پرتو سیمو کې ورته ډېره اړتیا لیدل کېږي. د افغانستان په ډېرو وروسته پاتې ولایتونو کې لا هم په روغتونونو او کلینیکونو کې مسلکي ډاکټران نشته، چې له کبله یې خلک اړ کېږي خپل ناروغان ولایتي او یا هم مرکزي روغتونونو ته ورسوي، چې ډېره کله بیا په لار کې مړه کېږي هم. په دې هیله چې د افغانستان ټول دولتي او خصوصي روغتونونه او کلینیکونه د مسکلي ډاکټرانو درلودونکي واوسي. له یادو اکاډمیکو مرکزونو څخه چې په ځانګړې توګه طبي برخه کې خلکو ته د زده کړو زمینه برابروي، یو هم د حکیم ناصر خسرو د طبي زده کړو انستېتیوت دی.

د حکیم ناصر خسرو بلخي انستېتیوت په ۱۳۹۳ کال کې پر فعالیت پیل کړی دی. د دغه انستېتیوت رییس ښاغلی ماهر پویا وایي، د ناصر خسرو بلخي انستېتیوت له پیله تر اوسه ټول اته پوهنځي لري چې په پنځو پوهنځیو کې یې زده کړیالان په عملي بڼه پر زده کړو بوخت دي. د ښاغلي پویا په وینا، ناصر خسرو بلخي انستېتیوت د قابلګۍ، نرسنګ، فارمسي، ستوماتولوژۍ، انستیزۍ، رادیولوژۍ، فزیوتراپۍ او طبي تکنالوژۍ څانګې لري. د نوموړي په خبره، یاد انستېتیوت په مختلفو تحصیلي طبي برخو کې زده کړیالان روزي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

ښاغلی پویا وایي چې د حکیم ناصر خسرو بلخي انستېتیوت په ټوله کې ۶۰۰ زده کړیالان لري چې له دې ډلې یې ۶۰٪ ښځینه او پاتې ۴۰٪ یې نارینه زده کړیالان تشکیلوي.

نوموړی وایي چې تر اوسه یې درې دورې فارغین ورکړي دي چې د ۱۳۹۹ کال له فارغینو سره یې ټول څلور دورې کېږي.

د ښاغلي پویا په وینا، د ناصر خسرو بلخي انستېتیوت په دوو دورو کې زده کړیالان جذبوي، یوه یې پسرلنۍ دوره ده چې د حمل میاشتې په لومړۍ نېټه پیل کېږي او بله یې خزاني دوره ده چې جذب یې د مېزان میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي او په هره دوره کې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې زده کړیالان جذبوي.

د یاد انستېتیوت مشر ماهر پویا وايي چې دوی خپلو زده کړیالانو ته ځانګړی تخفیف په پام کې نیولی دی، زده کړیالان یې که له هرې طبقې او هر ځای څخه مراجعه کوي، د یاد انستېتیوت لخوا ۵۰٪ تخفیف ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې ناصر خسرو بلخي انستېتیوت د ورځې په دریو دورو کې تدریسي چارې لري، لومړۍ دوره یې د سهار له پنځه نیمو تر اته بجو پورې، دویمه دوره یې له اته تر دوولسو بجو پورې او درېیمه دوره یې له یوې تر څلورو بجو پورې دوام کوي.

د ښاغلي پویا په وینا، دوی د زده کړیالانو لپاره کتابتون لري چې په ځانګړې توګه طبي کتابونه پکې ډېر دي. نوموړی وایي چې دوی د هېواد په کچه له ښوونیزو بنسټونو سره نېکې اړیکې لري او په راتلونکي کې هڅه کوي چې له بهرنیو علمي او اکاډمیکو بنسټونو سره هم اړیکې ټینګې کړي. ښاغلی ماهر پویا وایي، ناصر خسرو بلخي انستېتیوت د خپلو زرو تنو فارغو زده کړیالانو لپاره په دوو دورو کې ډیپلومونه توضېح کړي دي.

ښاغلی پویا زیاتوي چې د زده کړیالانو د علمي کچې د لوړولو په موخه تل ډېر علمي سمینارونه دایروي، زده کړیالان د عملي فعالیتونو لپاره روغتونونو ته وړي او په همدې برخه کې یې له ډېرو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو سره قراردادونه هم لاسلیک کړي دي او د انستېتیوت لپاره یې د کابل ښار په کچه پیاوړي او تجربه لرونکي استادان ګومارلي دي.

ښاغلی پویا وایي چې د انستېتیوت د علمي سویې د لوړولو او لا بډاینې په موخه په راتلونکي کې ځينې پلانونه تر لاس لاندې لري. د نوموړي په وینا، غواړي چې خپلې ځینې دوه کلنې طبي څانګې عالي تحصیلاتو ته لوړې کړي او له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې په دې برخه کې د عالي تحصیلاتو جواز ورکړي. ښاغلی پویا زیاتوي، د امکاناتو په برخه کې هېڅ نیمګړتیا نه لري، غوره روغتون، پیاوړي استادان، علمي کدرونه، تدریسي امکانات او داسې نور هر څه یې په علمي او نړیواله سویه برابر دي.  

ښاغلی ماهر پویا همدارنګه وايي چې له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې انستېتیوت ته یې له نیمه عالي څخه عالي کچې ته ارتقاع ورکړي او د انستېتیوت اړتیاوو او ظرفیت ته په کتو ورسره هر اړخیزې مرستې وکړي.

کتابتون، کمپيوټر لب، شنه ساحه، د عملي زده کړو لپاره په وخت سمینارونه نیول او لوبغالي هغه امکانات دي، چې یاد انستېتیوت د خپلو محصلینو لپاره برابر کړي دي.

د یاد انستېتیوت اداره له لوړه زده کړو وزارت څخه کومه ګیله نه لري، خو وايي که لوړو زده کړو وزارت ورته د دوه کلنو څانګو د لېسانس جواز ورکړي، دا کار به د دوی پر فعالیت ډېر اغېز وکړي.

حمیدالله حمیدي

Previous Post

کرنې ریاست: روان کال د ننګرهار د نارنجو حاصلات پنځه سلنه ډېر شوي

Next Post

ترخه خواړه او ګټې یې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
ترخه خواړه او ګټې یې

ترخه خواړه او ګټې یې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

خلیفه حفتر، ترکیه په نظامي برید ګواښلې

خلیفه حفتر، ترکیه په نظامي برید ګواښلې

دسمبر 26, 2020

بامیانو کې یوې ترافیکي پيښې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

جون 29, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved