د امریکا ددفاع نوي سرپرست وزیر له افغانستان د سرتېرو ایستلو ته په اشارې ویلي چې د امریکا ټولې ناپایه جګړې باید پای ته ورسول شي. کرېسټوفر مېلر د پنټاګون کارکوونکو ته په یوه لیکلي لیک کې ویلي چې دوی یو مهم ماموریت لري او هغه دا چې د امریکا ناپایه جګړې باید پای ته ورسوي. هغه ټینګار کړی چې امریکا باید له ډېری هېوادونو خپل سرتېري وباسي او دا کار څومره چټک چې وي هومره ښه دی. نوموړي د پنټاګون له کارکوونکو غوښتي چې ژر تر ژره د ولسمشر او پنټاګون د رهبرۍ اوامر عملي کړي او په دې حساسو شرایطو کې د زرګونه سرتېرو د بېرته راستنولو لپاره همکاري وکړي. مېلر څلور ورځې وړاندې د ډونالډ ټرمپ له لوري د امریکا ددفاع د وزیر په توګه ګومارل شوی دی او ویل کېږي چې هغه له افغانستان د سرتېرو د ایستلو کلک پلوی دی.










