ولسمشر غني وایي، افغان دولت په هېواد کې د سولې غوښتونکی دی خو د طالب وسله والو له لوري د تاوتریخوالي دوام ښیي چې دا ډله د سولې اراده نه لري. نوموړي چې نن یې د یو ویډیویي کنفرانس له لارې د شمالي ولایتونو له والیانو سره خبرې کولې وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولیت د خاورې او خلکو ساتنه ده او په خبره یې وسله وال پوځ دغه ظرفیت، اراده او پیاوړې انګېزه لري چې د خپلو خلکو ساتنه وکړي. نوموړي دغه راز والیانو ته په خطاب کې ویلي چې هیڅ دولتي او نادولتي فرد له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل شخصي امنیت د تامین په خاطر د استفادې حق نه لري. هغه د لویو لارو د امنیت پر تامین او د طالبانو د اخاذي پر له منځه وړلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، په هیڅ صورت دې اجازه نه ورکول کېږي چې طالبان اخاذي واخلي او عامه مالونه لوټ کړي.
































