د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولینو خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۸۴۱ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۴زره او ۳۶۷ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستانه هیواد ته را ستانه شوي دي. د یاد کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې را ستانه شوي دي. سرچینې ویلي، چې له دې ډلې ۶۵۳ کورنۍ د تورخم له لارې، ۹۶ د ورېښمو پله له لارې، ۷۸ د سپین بولدک له لارې، ۱۴ د اسلامکلا له لارې او۲ کورنۍ بیا د بهرامچې له لارې افغانستان ته را ستنې شوې دي.












