دوشنبه, جون 8, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

  • اقتصاد

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې او پر افغان سوله یې اغېز

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 16, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې او پر افغان سوله یې اغېز
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د نومبر په درېیمه نېټه په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې په داسې حال کې تر سره شوې، چې لا هم د ټاکنو پایلې د دولس ورځو پر تېرېدو سربېره هم په رسمي توګه نه دي اعلان شوې. که څه هم د لومړنیو شمېرو له مخې لیدل کېږي چې د ډیموکرات ګوند کاندید جو بایډن له خپل سیال ولسمشر ډونالډ ټرمپ زیاتې رایې تر لاسه کړې دي، خو ولسمشر ټرمپ بیا د پایلو نه منلو ګواښ کوي چې ګواکې په لویه کچه درغلي شوې ده او په دې توګه د ټاکنو د پایلو پر سر دا جنجالونه په داسې حال کې روان دي، چې لا هم په ځینو ځایونو کې د رایو شمېرنه روانه ده او د ټاکنو وروستۍ پایله نه ده اعلان شوې. دا چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې چې جو بایډن پکې بریالی ښکاري، پر افغان سوله به څه اغېز ولري؟ په دې تحلیل کې مو پرې شننه کړې ده.

ټرمپ او بایډن

د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو کې له جمهوریت پال ګوند څخه ولسمشر ټرمپ او له ډیموکرات ګوند څخه جو بایډن د مخکښو کاندیدانو په توګه تر ټولو یوه داسې سخته ټاکنیزه سیالي تر سره کړه، چې د بریالي کاندید اټکل یې د سیاسي تحلیل‌ګرانو لپاره ناشونی کړی و. په یادو ټاکنو کې ۶۵ سلنه هغو امریکايي وګړو ګډون درلود چې د رایې ورکولو حق یې درلود او دا له ۱۹۰۰ کال وروسته په ټاکنو کې تر ټولو په لویه کچه ګډون و.

په امریکا کې د بېکارۍ کچې زیاتېدل، کرونا وایروس بابیزه ګڼل، د نړۍ له نورو هېوادونو سره سوداګري او د (America First)  یا د (لومړی امریکا) پالیسي ښايي د ډونالډ ټرمپ لپاره هغه ستونزې وې، چې د ډېریو امریکایانو رایې یې د جو بایډن په ګټه وکارولې. کرونا وایروس له ۲۴۲ زره زیات امریکايي وګړي ووژل او تر دې چې د نومبر په دویمه نېټه په خپله ولسمشر ټرمپ او د هغې مېرمن پر یاد وایروس په داسې حال کې اخته شول، چې له دې وړاندې ولسمشر ټرمپ کرونا وایروس یو عادي وایروس ګڼلی و. د (ABC News) په یوه شمېرنه کې ۷۲ سلنه امریکايي وګړو انګېرلې وه چې ښاغلي ټرمپ کرونا وایروس د جدي موضوع په توګه نه دی نیولی. بله ستونزه د (America First) پالیسي وه چې امریکا یې له نورې نړۍ څخه لرې کړه او د نړۍ په کچه يې د امریکا نوم ته پراخ زیان ورساوه. جو بایډن د خپل ټاکنیز کمپاین په وخت کې دا په ډاګه کړې وه چې نوموړی به له دې پالیسي څخه تېرېږي او د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ به د امریکا له ملاتړو هېوادونو سره خپلې اړیکې نورې هم نږدې کوي.

ولسمشر ټرمپ ادعا کوي چې په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلي شوې او نوموړی څرګندوي چې د رایو شمېرلو له سیستم څخه هغه ۲.۷ میلیونه رایې چې د نوموړي په ګټه کارول شوې وې، پاکې شوې دي. د نومبر په ۱۴مه د کرونا وایروس په اړه یوه خبري کنفرانس ته ټرمپ څرګنده کړه، چې راتلونکې اداره به د کرونا وایروس په برخه کې کوم ډول ګامونه پورته کوي، د راتلونکې ادارې په تړاو د ټرمپ څرګندونې ښيي چې ښاغلی ټرمپ په ضمني توګه ماتې مني؛ خو بلخوا د ټاکنیز سیستم او سایبرسیکیورټي ادارو په وینا، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ښې او شفافې ټاکنې تر سره شوې دي او د ښاغلي ټرمپ ټولې ادعاوې ردوي.

بایډن د امریکا او نړۍ لپاره

د ښاغلي بایډن لپاره به په داخل د امریکا کې تر ټولو سخته ننګونه له کوویډ-۱۹ سره مبارزه وي، چې تر دې مهاله شاوخوا ۱۰.۷ میلیونه امریکایان پرې اخته شوي دي. له دې پرته د بېکارۍ کچې راښکته کول به بله هغه ستونزه وي چې د کرونا وایروس له زیاتېدو سره د ښاغلي بایډن لپاره بله ننګونه جوړولی شي.

په بهرني سیاست کې ښاغلي بایډن په ډاګه کړې چې د پاریس اقلیم بدلون له هغې هوکړې سره به یو ځای شي، چې د ښاغلي ټرمپ د واکمنۍ پر مهال ترې امریکا وتلې وه، چې د نړۍ د اقلیمي بدلون په برخه کې یو ښه پرمختګ کېدلی شي.

جو بایډن چې له ایران سره د ښاغلي ټرمپ پر سیاست یې نیوکه درلوده، د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډاګه کړې چې نوموړی به له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړې ته بېرته ورستون شي. د نوموړي په آند، پخواني ولسمشر ټرمپ پر ایران ناوړه فشار وارد کړی و او نوموړی غواړي په یوې داسې ستراتیژۍ کار وکړي چې په منځني ختیځ کې د امریکا ګټې خوندي کړي. د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا د نویو ټاکنو پایلو ته خوښي ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې په امریکا کې نوی دولت به له شته فرصتونو څخه د تېرو تېروتنو د جبران لپاره ښه ګټه پورته کړي. مګر د ایران لپاره د امریکا دغه شین څراغ ښايي د عرب هېوادونو د ناخوښۍ سبب وګرځي، چې دا کار بیا د سیمې د امنیت لپاره ښايي بدې پایلې ولري.

د کشمیر موضوع چې د پاکستان او هند تر منځ له اوږدې مودې راهیسې جنجالي موضوع ده او ټرمپ یې په اړه د منځګړیتوب څرګندونې درلودې، بایډن بیا څرګنده کړې چې هلته پر لږکیو ظلم روان دی او د یادې ستونزې حل کولو په برخه کې به کار کوي. همدا لامل دی چې پاکستاني چارواکي د بایډن له راتګ سره هیله مندي ښيي او د هغوی په آند، پاکستان به هڅه وکړي څو د امریکا د نوې ادارې ملاتړ د کشمیر په موضوع کې تر لاسه کړي.

په بهرني سیاست کې به د ښاغلي بایډن لپاره له چین سره د سیاسي او سوداګریزو اړیکو رغول لویه ستونزه او ننګونه وي. که څه هم د چین حکومت د نورو هېوادونو په پرتله له اوږده ځنډ وروسته د بایډن اټکلي بریا ته په کتو نوموړي ته مبارکي ویلې ده.

د روسیې حکومت بیا تر دې مهاله هیڅ کوم کاندید ته د مبارکۍ پیغام نه دی لېږلی او ټینګار کوي چې رسمي پایلو ته دې انتظار وویستل شي. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لومړنی کس و چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د ولسمشر ټرمپ د بریا پر مهال هغه ته د مبارکۍ پیغام استولی و او بایډن موده وړاندې پر روسیې تور لګولی و چې تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې وه. د روسیې او امریکا اټکل شوې نوې ادارې چې بایډن به یې مشري کوي، تر منځ دغه واټن کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکو او د سیمې روان وضعیت لپاره یو ښه خبر ونه اوسي.

بایډن د افغانستان لپاره

بایډن چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۷ کال پورې د ولسمشر اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا مرستیال ولسمشر پاتې شوی، د افغانستان د حالاتو په اړه له نږدې معلومات لري او د افغانستان مختلفو سیمو ته یې سفرونه کړي دي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له پېښو وروسته امریکا د جو بایډن د مرستیالې ولسمشرۍ پر مهال پر افغانستان او عراق باندې حملې وکړې. په داسې حال کې چې پر عراق له حملې کولو سره ښاغلي بایډن خپل مخالفت څرګند کړی و.

په ۲۰۱۲ کال کې له CNN سره په یوه ځانګړې مرکه کې بایډن ویلي وو چې امریکا باید له افغانستان څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې خپل ټول فوځیان وباسي. د نوموړي په آند، امریکا یوازې د القاعدې مرکزیت ختمولو لپاره پر افغانستان حمله وکړه او دا چې هلته القاعده ځواک تر ډېره کمزوری شوی، نو د افغانستان امنیت د افغان ځواکونو مسوولیت دی او امریکا نوره نه غواړي چې هلته پاتې شي. مګر یوازې د دې لپاره چې د امریکا پر وړاندې د تهدیدونو مخنیوی وشي او امریکا به له پاکستان سره د تروریزم پر ضد ځواک جوړولو کې مرسته کوي. نوموړي له دې وړاندې هم څرګنده کړې وه چې افغانستان به پاکستان ته سپاري چې دې خبرې د افغان ولس سخت غبرګونونه هم راوپارول.

له دې وړاندې بایډن په ۲۰۱۱ کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ویلي وو چې پاکستان امریکا ته له افغانستان څخه ۵۰ سلنه زیات ارزښت لري او ښاغلي کرزي ته یې په ډاګه کړې وه، چې ستاسو لپاره د بش طلایي دوره پای ته رسېدلې او طالبان ستاسو خپله او القاعده بیا زمونږ خپله ستونزه ده. د افغانستان په اړه د بایډن څرګندونې ښيي چې امریکا په افغانستان کې د یو ښه سیستم ملاتړې نه ده.

د افغانستان په اړه د جو بایډن پخوانیو څرګندونو ته په کتو، ښايي د امنیت ښه کېدو په برخه کې افغان ولس د پام وړ پرمختګ ونه ویني او د مرګ ژوبلې روانه لړۍ به په همدې بڼه دوام پیدا کړي.

بلخوا ولسمشر محمد اشرف غني د بایډن د بریا مبارکۍ په لړ کې هیله څرګنده کړې چې امریکا او افغانستان به ستراتیژیکو همکاریو ته دوام ورکړي.

د دوحې تړون او بایډن

د دوحې تړون چې د ښاغلي ټرمپ د واکمنۍ پر مهال لاسلیک شو، د افغانستان په اړه د بایډن څرګندونو ته په  کتو ښايي د افغان ولس لپاره د یو ښه پرمختګ په توګه ثابت نه شي. افغان طالبانو بیا د امریکا د ټاکنو په اړه ویلي چې دا بدلون د امریکا داخلي موضوع ده او له نوي امریکايي حکومت يې غوښتنه کړې چې د دوحې هوکړې ته ځکه ژمن پاتې شي، چې ځینې کړۍ چې شخصي ګټې یې په روانه جګړه کې نغښتې دي، دا جګړه اوږدول غواړي چې پایلې د امریکا لپاره په زیان دي.

بلخوا د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش بیا ویلي چې د امریکا نوی حکومت دې د سولې هوکړې په اړه له سره غور وکړي څو پر طالبانو فشار راوړل شي چې د تاوتریخوالي کچه کمه کړي.

د ښاغلي دانش له خبرو وروسته هرات امنیتي کنفرانس ته د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح څرګنده کړه، چې افغان حکومت د دوحې تړون ځکه په رسمیت نه پېژني چې له یاد تړون وروسته له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان خوشې کړل؛ خو لا هم په هېواد کې تاوتریخوالی دوام لري.

د طالبانو او افغان حکومت لخوا د بین الافغاني خبرو اترو پر مهال دغه ډول څرګندونې امریکا ته په ډېره آسانۍ فرصت په لاس ورکوي، چې هر وخت وغواړي سیمه کې خپلو ملي ګټو ته په کتو د دوحې له تړون څخه ګټه پورته کړي.

امریکايي فوځي مشران بیا په دې باور دي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل چې د دوحې هوکړې له مخې یې ژمنه شوې، حالاتو ته په کتو به تر سره کېږي او که چېرته په سیمه کې د امریکا ګټو ته ګواښ متوجه وي، هغوی کولی شي د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

د دوحې تړون تر لاسلیک کېدو وروسته په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه نوره هم مخ پر زیاتېدو ده. د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جنرال مک مسټر له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د ټرمپ په بهرني سیاست کې له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کول یوه تر ټولو ستره ناکامي وه او د نوموړي په آند، امریکا له طالبانو سره د افغان حکومت پر ضد لاس یو کړی دی.

بلخوا د امریکا د دفاع پخواني وزیر مارک اېسپر سپینې ماڼۍ ته لیک استولی او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو اېستلو په تړاو یې خپله اندېښنه شریکه کړې ده، چې په بېړه دې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه نه وځي.

بلخوا د افغانستان په اړه د جو بایډن پخوانیو څرګندونو ته په کتو، داسې معلومیږي چې د نوموړي له راتګ سره به د سولې روان بهیر له بریالي کېدو سره سره په سپینه ماڼۍ کې ډېره دلچسپي ونه لري او په دې ترتیب به ښايي د سولې روانې هڅې په یو ډول ټکنۍ شي. هغه داسې چې د امریکايي فوځي چارواکو وروستیو څرګندونو ته په کتو، ښايي بایډن د دوحې تړون په خلاف ځینې امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاتې کړي او دا چې په افغانستان او سیمه کې د ا مریکا ګټې په کوم ډول خوندي کېدلی شي؛ په راتلونکې کې به هغو ته په کتو دوی ګامونه پورته کوي، ځکه د امریکا ګټې هغوی ته له افغان سولې ډېر ارزښت لري.

نو پر همدې بنسټ، افغان طالبانو او افغان حکومت ته پکار ده څو افغان سوله چې د سیمې هېوادونو لپاره پر یوې نیابتي جګړې بدله شوې، په دې برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي. د سولې په روانه لړۍ کې دواړې خواوې باید حتمي اوربند اعلان کړي، ځکه د روانې جګړې د دواړو خواوو قربانیان یوازې افغانان دي او که د جګړو شدت په همدې توګه دوام پیدا کړي، نو دا به د امریکا او د سیمې هغو هېوادونو ته چې په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره لاسوهنه کوي، فرصت برابر کړي څو د دوحې تړون چې د سولې په برخه کې یو ښه پرمختګ ګڼل کېږي، له منځه یوسي.

لیکنه: د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • JeetCity Casino: Traditional Games for Big Stakes
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • With Casino Ozwin Casino and Win Big!
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In