چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان ادعا بې بنسټه ده، هېڅوک زموږ خاوره د ګاونډیو پر ضد نه شي کارولی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 16, 2020
in افغانستان
0
بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان ادعا بې بنسټه ده، هېڅوک زموږ خاوره د ګاونډیو پر ضد نه شي کارولی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د پاکستان او هند ترمنځ د نوو ناندریو په دوام، تازه پاکستان ادعا کړې چې هند له افغان خاورې په استفادې په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي. پاکستان ادعا کوي چې هندي استخبارات او د هند حکومت په پاکستان کې د ټولو ترهګریزو او ورانکارو ډلو تر شا ولاړ دی او هدف یې دا دی چې په دغه هېواد کې ورانکاري وکړي. دې مسئلې د افغان حکومت غبرګون هم پارولی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې د پاکستان ادعا بې بنسټه بللې ده. افغان حکومت بیا د دې مسئلې د څېړلو لپاره د یوه نړیوال پلاوي د تشکیل غوښتنه کړې ده.

سره له دې چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې د هند او پاکستان پر نیابتي جګړې نیوکې کېږي، خو اوس پاکستان یو ځل بیا ادعا کړې چې هند له افغان خاورې په استفادې په پاکستان کې ورانکاري فعالیتونه ترسره کوي. وړمه ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د پاکستان د پوځ له ویاند سره یو ځای یو خبري کنفرانس درلود. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په پاکستان کې د ډېری ورانکاره فعالیتونو تر شا د هند لاس دی. د ده په خبره، دوی داسې کره اسناد او ثبوتونو موندلي چې د دې ادعا د ثابتولو لپاره یې کارولی شي او په دې تړاو ټول شکونه له منځه وړي. محمود قریشي ادعا کړې چې هند د افغانستان له لارې په پاکستان کې د جماعت الاحرار، د پاکستاني طالبانو تحریک او بلوڅ بېلتونپالو له غورځنګونو او فعالیتونو ملاتړ کوي. د قریشي په خبره، هند د زرګونو پاکستانیانو وینې تویې کړې او د ترهګرو ډلو ستر ملاتړی دی.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

بلخوا افغان حکومت بیا د پاکستان دغه ادعا په بشپړه توګه رد کړې او هغه یې بې بنسټه بللې ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې غیر معقولې او بې اساسه بللي او په خبره یې، افغان حکومت هېڅ وخت هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې یې ورانکاره فعالیتونه ترسره کړي. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان د حکومت پالیسي داسې نه ده چې افغان خاوره دې د بل هېواد پر ضد وکارول شي. په اعلامیه کې راځي چې افغانستان د ترهګرۍ ضد جګړې په لومړۍ کرښه کې دی، د دې جګړې ستر قرباني دی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه ټینګار کوي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت همدا راز د پاکستان د بې بنسټه ادعاوو د ثابتولو لپاره د ملګرو ملتونو او امنیت شورا د یوه نړیوال، بې طرفه او لوړپوړي پلاوي د جوړېدو غوښتنه کړې ده. سرچینه کاږي چې دغه نړیوال با صلاحیته پلاوی باید راشي په افغانستان کې د ټولو ترهګریزو پېښو اصلي جرړې پیدا کړي او تر هغه وروسته دې نړیوالو ته واضح کړي چې څوک په سیمه کې د ترهګرو ډلو او ترهګرۍ ملاتړي دي. د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه دا نه دي ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړی دی، خو تر دې وړاندې په افغان حکومت کې ګڼو چارواکو په ځلونو پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ملاتړ تورن کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راځي: «د حقایقو د روښانه کېدو په موخه دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د دې سازمان د عمومي غو‌‌‌‌‌‌ډې او امنیت شورا د پرېکړه لیکونو پر بنسټ، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره یو نړیوال باصلاحیته پلاوی وټاکل شي، څو د افغانستان په خاوره کې د بریدونو او ترهګرۍ عاملین تشخیص کړي او د پاکستان دولت ادعاوې هم په جدي او مسوولانه توګه وڅېړي».

بلخوا په افغانستان کې سیاسي جریانونه او په ټولنیزو رسنیو کې فعال کاروونکي بیا هند او پاکستان دواړه په افغانستان کې د روانې ناخوالې او اوږدې جګړې ملاتړي بولي. دوی وایي چې پاکستان او هند په افغانستان کې د یو بل د ځپلو لپاره نیابتي جګړه روانه کړې؛ ځکه پاکستان په ځلونو د افغانستان د سوله د کشمیر له مسئلې سره تړلې ده او هند بیا له دې وېره لري چې په افغانستان کې د پاکستان نفوذ به د هند ګټو ته زیان ورسوي. افغان سیاسي فعالین پر حکومت غږ کوي چې خپل دریځ دې لا پیاوړی کړي او د نیابتي جګړې دغه ملاتړي هېوادونه دې په افغانستان کې له لاسوهنې منع کړي.

Tags: Top
Previous Post

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې او پر افغان سوله یې اغېز

Next Post

کرنې وزارت: روان کال په ختیځو ولایتونو کې د لیمو او مالټې ۱۱۰ جریبه بڼونه جوړ شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کرنې وزارت: روان کال په ختیځو ولایتونو کې د لیمو او مالټې ۱۱۰ جریبه بڼونه جوړ شوي

کرنې وزارت: روان کال په ختیځو ولایتونو کې د لیمو او مالټې ۱۱۰ جریبه بڼونه جوړ شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا په سوډان کې خپل سفارت تخلیه کړی

امریکا په سوډان کې خپل سفارت تخلیه کړی

اپریل 23, 2023
چین: امریکا باید تر وتلو وروسته افغانستان یوازې پرېنږدي

چین: امریکا باید تر وتلو وروسته افغانستان یوازې پرېنږدي

جولای 3, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved