د دایکنډي د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په بهیر کې په دغه ولایت کې د نږدې ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵ بېلابېلې پراختیایي پروژې پلي شوې دي. د مسوولینو په خبره یادې پروژې د بېلابېلو همکارو موسسو له لوري د ۱۴۲ میلیونه ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې عملي شوې دي.

































