د افغانستان ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د امریکا د خزانې وزارت د وروستي صادر شوي جواز هرکلی کوي او تمه لري چې امریکا پر افغانستان پاتې بندیزونه هم ژر لرې کړي. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې په کابل کې د پیل شویو چاڼیزو عملیاتو په اړه وویل چې دا عملیات به دوام ولري. هغه زیاته کړې ده چې په دې عملیاتو کې د داعش د غړو په ګډون نهه انسان تښتوونکي، یو شمېر وسلې، چاودېدونکي توکي، زرهي موټر، څو رنجرې او دولتي موټر امنیتي ځواکونو نیولي دي. مجاهد څرګنده کړې ده چې په چاڼیزو عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د سیمې ګذر وکیل او د جومات ملا امام هم ملتیا کوي او له هغوی پرته څوک د چا د کور د تلاشۍ حق نه لري. مجاهد د خپلو خبرو پر دوام د پوهنتونونو له استادانو هم غوښتي چې بېرته هېواد ته راستانه او خپلو دندو ته راوګرځي.












