د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان د تېرې شپې هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او هغه یې د افغانستان پر حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده. کرزي د دغو بریدونو له امله د شهیدانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې، هغوی ته یې د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې ده. حامد کرزي د پاکستان پر حکومت غړ کړی، چې د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست ته تغییر ورکړي او د افراطیت پالنې او تاوتریخوالي پر ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورګلوۍ او حسنه او متمدنه لاره خپله کړي.

































