د ایران د سویلي خراسان د اقتصاد رییس، مرتضی ذاکریان ویلي، چې د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د یوې نړۍوالې ازادې سوداګریزې سیمې طرحه د ایران د ولسمشر له خوا تایید شوې ده. ایراني رسنیو د ذاکریان له قوله ویلي، افغانستان او چین هم د پانګونې او مالي ملاتړ لپاره چمتووالی ښودلی او دا سیمه به د درې واړو هېوادونو اقتصادي، سوداګریز او ټرانزیټي ظرفیتونه سره ونښلوي.

































