د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې د تورخم ښارګوټي پر یوه سوداګریز مارکېټ د پاکستاني پوځي رژیم په توغندیز برید کې د اورلګېدنې له امله سوداګرو ته ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی. دغه راز په تورخم کې ځایي چارواکو ویلي، چې د اور د مهارولو لپاره څلور د اور وژنې موټرو، د ښاروالۍ د اوبو ټانکرونو او عامو خلکو پرلپسې هڅې وکړې، تر څو اور کابو کړي. د راپور له مخې، تر دې دمه د مارکېټ څه باندې ۱۵۰ هټۍ سوځېدلې او عامو خلکو ته یې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی. فطرت ټينګار کړی، دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستان په تورخم او ځينو نورو سیمو کې عام ځایونه په نښه کوي؛ تر دې وړاندې یې هم دا جنایتونه ترسره کړي دي.

































