په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان (ای ایل او) پر خپله اېکس پاڼه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي، چې د افغان ښځو له حقونو ملاتړ او زدهکړو او کاري بوختیاوو ته د هغوی لاسرسي ته ژمن دی. دغه سازمان د یادې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د زدهکړو او بوختیاوو په برخه کې د ښځو پر ځواکمنتیا ټينګار کړی دی. د سرچینې په خبره په افغانستان کې ښځې او نجونې له زدهکړو او کار څخه محرومې شوې او ګڼو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. ورته مهال د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ا.ا له چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د دغه بنسټ دفترونو ته د ښځو پر ورتګ لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

































