د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسولینو خبر ورکړی، چې په روان کال کې ۲۵۲۵ کورنیو او ۹۷ بهرنیانو ته یې کاري جوازونه ورکړل شوي دي. د یاد ریاست د مالوماتو له مخې دغه کاري جوازونه یې د کار قانون سره سم، د کاري ځواک د ملاتړ او کاري فرصتونو د برابرولو په موخه وېشلي دي. په یاد ولایتکې د کار او ټولنیزو چارو رییس ویلي، چې د جواز غوښتونکو ته یې خورا اسانتیاوې برابرې کړې دي، څو په دغه ولایت کې په ښه ډول صنعت او کار پرمختګ وکړي.



































