د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي په کابل کې له مېشتو سفیرانو، ډیپلوماتانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د ځینو نړۍوالو سازمانونو له استازو سره د ګډ روژهماتي پرمهال د سیمې پر امنیتي وضعیت او د پاکستان لخوا د افغانستان پر حاکمیت د نظامي تیري په اړه خبرې کړې دي. بهرنیو چارو وزارت ویلي، متقي ټینګار وکړ چې د ا.ا وروستي امنیتي اقدامات د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم د دفاع په موخه دي او د هر ډول تېري په صورت کې له خاورې دفاع د افغانستان مشروع حق دی. نوموړي همدارنګه د ایران پر وړاندې د بریدونو او د سیمې پر زیاتېدونکي کړکېچ اندېښنه ښودلې او د جګړو د پراخېدو مخنیوي لپاره یې د تفاهم، خبرو اترو او ډیپلوماتیک تعامل لار مهمه بللې ده.



































