د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۲۵ کال له زلزلهځپلو او جګړوځپلو کورنیو ملاتړ کوي. یاد سازمان ویلي، چې له زلزلې وروسته وېشل شوې خیمې لا هم د سرپناه په توګه کارېږي. د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې ډلې یې د هغو کورنیو پر ارزونې بوختې دي چې د وروستیو نښتو له کبله اغېزمنې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال زلزلو د ځاني تلفاتو ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي او ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې دي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و، چې د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې ۱۶ زره او ۳۷۰ کورنۍ بې ځایه شوې دي.



































