د اروپايي ټولنې د بشري او ملکي مرستو د ساتنې څانګې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې ۲۷۰ ټنه خوارکي توکې يې کابل ته انتقال کړي دي. د سرچینې په خبره دا خوارکي توکي په دریو پروازونو کې انتقال شوي دي. په دغو خوارکي توکو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ځانګړي خواړه هم شامل دي چې د یونیسیف له لارې به، په شدیدې خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته وویشل شي. تر دې وړاندې یونیسف ویلي، چې غواړو په ټول افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره په خوارځواکۍ اخته ماشومان تر پوښښ لاندې راولو. د خواړو نړیوال پروګرام دغه راز ویلي، چې نژدې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي.



































