د پکتیا ولایت د کرنې ریاست مسوولینو «د ځمکې ژوندي کول د حضرت محمد ص سنت دی» تر عنوان لاندې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل کړی دی. د ياد کمپاين د پيل مراسمو کې د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي ویلي، چې د کرنې ریاست سږکال له ۱۵۹زره څخه زیات نیالګي برابر کړي چې دغه ولایت کې به کښېنول شي. د نوموړی زیاتوي چې پکتيا کې د شته ځنګلونه د ساتنې لپاره هلې ځلې او د لاپراختيا لپاره يې کار کوي. هغه دغه راز ویلي، چې ځنګلونه د هوا د ککړتیا کمولو، د خاورې د تخریب مخنیوي او اقلیمي بدلونونو ناوړه اغیزو د کمولو په برخو کې مهم رول لري او له خلکو يې غوښتنه کړې، چې د پسرلي په موسم کې دې د نيالګيو کېنولو او پالنې لپاره کار وکړي.

































