د المان په هامبورګ ښار کې سلګونو افغانانو د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو پر ضد لاریون کړی دی. لاریونوالو د پاکستان هغه بریدونه وغندل چې د روژې مبارکې میاشتې په جریان کې یې بېګناه ملکي وګړي شهیدان کړل. دوی له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د دغو بریدونو پر وړاندې جدي دریځ خپل کړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.


































