د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې د وحشیانه هوایي برید له کبله د روږدو په ۲۰۰۰ بستریز روغتون کې ملکي وګړو ته مرګ او پوبله اوښتې. نوموړی وايي، د پاکستان پوځي رژیم به ډېر ژر غاښ ماتوونکی ځواب به تر لاسه کړي. قانع وايي، دا ډيره د خواشینۍ خبره ده، چې نړۍ چوپه خوله ده او ګاونډ هېوادونو تر اوسه پورې په دې اړه ان تبصره نده کړې. ورته مهال د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، چې د تېرې شپې له برید وروسته له ویجاړو څخه د جسدونو د را ایستلو هڅې اوس هم روانې دي.




































