د پنجشېر ولایت کې د اوبو رسولو اته شبکو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د اقتصاد رییس فیضالباري نوبهار ویلي، چې دغه پروژې د آغاخان موسسې له لوري د شتل، عنابې، رخې او حصه اول ولسوالیو کې پیل شوې دي. د نوموړي په وینا، د دغو پروژو د پلي کېدو لپاره ټولټال ۴۴۲ زره ۷۸۵ اعشاریه ۶۵ ډالره لګښت راځي. یادې پروژې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري پلي کېږي او په بشپړېدو سره به یې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.




































