د رواداري په نوم د بشري حقونو بنسټ په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان برید غندلی او غوښتنه یې کړې، چې د پېښې عاملین باید د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې حساب ورکړي. یاد بنسټ نن د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې دغه ډول کړنې د نړۍوالو بشرپاله حقونو د بنسټيزو اصولو ښکاره سرغړونه یاده کړې او دغه ډول برید یې جګړهییز جرم یاد کړی دی.




































