د کاناډا بهرني سیاسي دفتر پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له لنډمهالي اوربند څخه هرکلی کړی او د ترینګلتیاوو د کمېدو لپاره یې د هڅو د دوام غوښتنه کړې ده. سرچینې ویلي، کاناډا د داوړو خواوو ترمنځ د عملیاتو له درېدو ملاتړ کوي او له هغوی یې غوښتي چې دغه بهیر ته په پایداره توګه د ترینګلتیاوو تر کمېدو دوام ورکړي.کاناډا د دواړو خواوو ترمنځ په نښتو کې د ملکیانو د تلفاتو له ډېرېدو هم اندېښنه ښودلې او له ټولو اړخونو یې د ملکیانو د خوندیتوب پر اړتیا ټينګار کړی دی.




































