سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پر ګاونډیو د تکیې د ناکاره تجربې تکرار

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 18, 2020
in تبصرې
0
د امریکايي ځواکونو چټک وتل او د یوې خونړۍ څپې وېره
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

لوېدیځ هېوادونه په یو ډول له افغانستان څخه لاس اخلي، امریکايي او ناټو ځواکونه د وتلو په حال کې دي، له افغانستان سره د مرستندویانو مرستې هم کمېږي او پاتې کمې مرستې یې هم له سختو شرطونو سره غوټه کېږي. په دې سره د افغانستان حکومت خپله یوه لویه او اساسي تکیه له لاسه ورکوي، خو حکومت هڅه کوي چې دا تشه په سیمه ییزو قدرتونو او ځینو ګاونډیو ډکه کړي. له همدې امله له وروستیو بدلونونو وروسته د افغانستان حکومت له ایران او هند سره ډېر نږدې شوی، اړیکې یې ګرمې شوې دي او یو ډول اصلي تکیه پر همدغو هېوادونو کوي.

خو ایا دا سمه او مناسبه تکیه ده؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو له کمېدو او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته حکومت د هند او ایران پر مرستو تکیه کوي. ویل کېږي چې دغو دواړو هېوادونو د مرستو د ډېرولو او دوام ډاډ ورکړی دی. ځینې نور هېوادونه هم شته، خو دا دوه پکې مهم او اصلي لوبغاړي دي. که امریکايي ځواکونه وځي او نړیواله ټولنه مرستې کموي، نو دوې لویې وېرې دي، یو دا چې طالبان به له نظامي اړخه حکومت لاندې کړي او بل دا چې حکومت به له مالي اړخه کمزوری شي، ملا به یې کږه شي او د سقوط پر پوله به ودرېږي. حکومتي چارواکي دا هر څه درک کوي؛ ځکه د بهرنیو چارو وزیر په واضح ډول ویلي چې مرستې کمېږي او پاتې مرستې لس شرطونه لري. داسې ښکاري چې دا شرطونه به سخت وي او حکومت به یې پوره نه شي کړلی، نو ځکه هند، ایران او ځینو نورو هېوادونو ته مخه کوي. دغو هېوادونو ورسره د مرستو ژمنې هم کړې دي، خو دا مرستې په وینو لړلې دي. هند له وړاندې تورن و چې د ملېشو د جوړولو پروژه پر مخ وړي او غواړي له طالبانو سره د جګړو لپاره د خپلو پخوانیو متحدینو او حکومت پر مټ ملېشې جوړې کړي. ایران بیا د افغان له دې مجبوریت څخه په ګټې اخیستنې خپلې ژورې ګټې پالي. ښايي ایران له حکومت سره مالي مرستې وکړي، خو سر له اوسه هڅه کوي چې د دوو اړخیزو تړونونو له لارې د افغانستان په اوبو کې ځان ته لویه ونډه خوندي کړي او له بله اړخه د عراق په شان له امریکا وروسته په افغانستان کې ژور سیاسي نفوذ پیدا کړي.

خو د ایران او هند دواړو مرستې نه اوسنی حکومت ژغورلی شي او نه هم د افغانستان په خیر دي. دا په وینو لړلې مرستې دي، دواړه هېوادونه غواړي دلته جګړه او وژنې دوام وکړي او له حکومت سره یې مرستې هم په همدې موخه دي. پر ایران او هند تکیه به افغانستان د سیمه‌ییزو لوبغاړو د لوبو پر ډګر بدل کړي، نیابتي جګړې به زیاتې شي او دواړه هېوادونه به له حکومت سره داسې کومه مرسته هم ونه شي کړلی چې د حکومت لپاره پیاوړې تکیه شي. له همدې کبله پر بهرنیانو او بیا پر ناکاره ګاونډیو باید تکیه ونه شي. دا نه د حکومت د ژغورنې لاره ده او نه هم د افغانستان د ژغورنې. پکار ده چې اصلي تکیه پر خپلو خلکو، جوړجاړي او سوله وشي. که سوله ونه شي، نه هند، نه پاکستان او نه هم ایران موږ ژغورلی شي، بلکې لا زیات به مو د جګړو کندې ته ورټېل وهي. پکار ده چې د ژغورنې پر اصلي لاره تکیه وشي، د سولې پروسه جدي وګڼل شي، قرباني ورکړل شي او بالاخره دا پروسه بریالۍ کړل شي. همدا د افغانستان او زموږ ټولو د ژغورنې لاره ده.

Previous Post

کرنې ریاست: په بلخ کې پر ۱۸زره او ۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

Next Post

د رسنیو اقتصاد

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د رسنیو اقتصاد

د رسنیو اقتصاد

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Blackjack Online Tricks

سپتمبر 8, 2025
تېر کال په توليدي چارو کې د چين لاسته راوړنې

تېر کال په توليدي چارو کې د چين لاسته راوړنې

جنوري 22, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved