روغتیا وزارت وایي چې افغانستان د کرونا وبا د دویمې څپې له خپرېدو سره مخ دی. د یاد وزارت سرپرست احمد جواد عثماني نن یو خبري کنفرانس ته ویلي، د کرونا وبا د مثبتو پېښو ډېرېدو ته په پام ویلی شي چې هېواد د کرونا وبا له دویمې څپې سره مخ دی. عثماني د کرونا ویروس د دویمې څپې د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت له لوري د تدابیرو ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې بېړنۍ کمېټې بیا ځلې فعالې شوې او د کرونا ویروس دویمې څپې راتګ پر وړاندې مبارزه کوي. هغه دغه راز ویلي چې د کابینې د پرېکړې له مخې د دغه ویروس د دویمې څپې خپرېدو مخنیوي په پار د ودونو هوټلونه چې په هېواد کې د ویروس د خپرېدو مهم عوامل دي د لېندۍ میاشتې ترپایه به وتړل شي. هغه دغه راز پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































